غزل

بې وسي مې ده اختر دی، نه صبرېږم نه درتلی شم
مبارک دې شه له ورايه، غاړه کله درکوی شم

زړه دې ښکته پورته نه کړې ستا ناموس ته به لوګی شم
ښه ډاډه مې په پت اوسه په زړه تيګې اېښودی شم

چې د زړه لمبې مې سرې شي زه پرې خپلې اوښکې ډنډ کړم
د وريځو اريان نه يم داسې هم راورېدی شم

د اغزو غېږه کښې ژوند کړم د بهار لارو ته ګورم
بيا به سوې شونډې سرې کړم ته به ګل زه به سپرلی شم

کله دومره زورور شم د تقدير سره جنګېږم
کله دومره بې وسي شي يو زبېښلی اسوېلی شم

هر بدلون کښې مې عروج دی فلسفه د نوي ژوند ده
چې د خارو سره مل شم د باران سره ژوندی شم

بيا د کلي کوڅې څارم ته د بام په سر ښکاره شې
چې يادونه را تازه کړم په سوچونو کښې ځلمی شم

زړه کښې وايمه چې نن به ورته ډېرې ګيلې وکړم
ښه پوهيږې چې دا ولې؟ ژبه وتړم ګونګی شم

د کرم شډلې مينې پښتنې او وفادارې
که له سترګو دې فنا يم خو په زړه دې اوسېدی شم