Webhosting in Pakistan
Results 1 to 6 of 6

Thread: ***د مينې کيسه***

  1. #1
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 09:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Thumbs down ***د مينې کيسه***

    Webhosting in Pakistan
    د مينې کيسه




    مينه زما چنغله وه، زموږ د دواړو پلرونه پخپلو کې ورونه وو زموږ کورونه هم په يو محلت کې وو او موږ له ماشوم والي نه يو بل ته ډې نږدې وو. د مشرانو فيصله دا وه چې زه د ډا:ټرۍ سبق خلاص کړم نو مينه به راته واده کړي. هغې هم په پوهنتون کې سبق وئيلو. زموږ په ژوند کې هېڅ ستونزه نه وه، پر مينې هم څه بنديز نه و. موږ به هره ورځ سحر لکه د دوو ملگرو يو ځاى زما په موټر سيکل پوهنتون ته تللو مينه په ما ډېره گرانه وه ما د هغې هره خبره منله او هغه وه هم داسې چې هره خبره يې بايد منل شوې واى. زما نه يادېږي چې موږ چرې جنگ هم کړى وي. هغه ډېره نازک مزاجه وه. نن د مينې پوهنتون د ژمي د رخصتيو لپاره بندېدو هاغه ورځ د پوهنتون نه دواړه را روان وو هغې زما ملا په دوو گوتو وټکوله (( ما ته د شينکي بابا د زيارت نه بنگړي واخله، بيا خو هسې هم چټيانې دي ))دا زيارت د پوهنتون په لاره د يوې غونډۍ د پاسه جوړ و او د هرې جمعې په ماښام به پکې مېله وه خو دا ځاى زما نه و خوښ ځکه دلته د ښار لوفران او نشيان ورتلل، څو وارې پکې بدې پېښې شوې وې زړه مې نه و چې خپله مينه داسې ځاى ته بوځم زه د زيارت نه همدغسې تېر شوم موټر سيکل مې د يو رسټوران مخې ته ودروو او هغې ته مې ووئيل چې راځه دلته به يو څو شېبې کښېنو چاى بۀ وڅښو خو هغې ځېل شروع کړو زه نه ځمه، ما ته به بنگړي اخلې.... او هم دې زيارت نه به يې راته اخلې زه ورته په قهر شوم.. (( ته ځان ته وگوره او دې فرمايش ته ورشه دومره د بنگړو شوق کوې نو پخپله يې له بازاره واخل. ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته او دې زيارت ته خو به چرې هم ولاړ نشم )) ما خپله خبره ختمه کړه خو چې د مينې مخ ته مې وکتل نو پخپلې وينا پښېمانه شوم د هغې د سترگو خلا ورکه وه او رنگ يې تښتېدلى و.
    ما زر ورته ووئيل (( نه ... نه گپ لگوم صبآ به درته بنگړي واخلم راځه چې چاى وڅښو خو هغه پخپل ځاى لکه د بوت ولاړه پاتې شوه ما ورته ووئيل ښه چاى نه څښو کور ته به ولاړ شو هغه بيا هم په ځاى ولاړه وه او رټ رټ يې راته کتل آخر مې ورته منت وکړو چې خلک گوري ... هغه په موټر سيکل کېناسته زه د هغې د لاسونو د لمس سره دومره عادت وم چې يو څو شېبې مې انتظار وکړو چې هغه زما د جېکټ په جېبونو کې لاس کېږدي او يا زما ملا ونيسي؛ خو هغې په يو لاس زما د جېکټ يو سر نيولى و داسې چې د لاسونو حرارت يې زما وجود ته نه رسېد.
    خپل محلت ته چې ورسېدو نو ما اخوا دېخوا وکتل هېڅوک نه وو د هغوى د کور په دروازه کې مې د هغې دواړه لاسونه وينول چې لکه د واورې يخ وو ما ترېنه د خپلو خبرو بيا بڅښنه وغوښته او ورته مې ووئيل ته د زيارت بنگړي څه کوې ... زه به د زرگر نه درته د سرو زرو بنگړي راوړم هغې خپلې ملالې سترگې راواړولې خو هېڅ يې ونه وئيل او دننه کور ته ولاړه.
    زما د وروستي کال امتحانونه وو ټول پام مې سبق ته و د مينې خفگان مې پدې لرې کړو چې په بله ورځ مې ورته د زيارت نه بڼگړي واخيستل او ور ومې لېږل. زړه مې پدې جو و چې مينه به پخلا شي اخر څه به وکړي دا لېونۍ خو هسې هم زما ده اوس که جنگ وکړي که خفگان. يو څو مياشتې دي هر څه به سم شي.
    يو څو ورځې تېرې شوې نو خبر شو م چې مينه ناروغه ده زه يې ليدو ته ولاړم د ډاکټر په حيث مې ورته وکتل خو چارچاپېره دومره خلک وو چې د زړه خبره مې ورته ونکړى شوه د تره ښځې راته ووئيل يو څو ورځو راهيسې وايي چې په سينه کې مې درد دى.
    يوې خوا ته د مينې ډاکټري معاينات پيل شول بلې خوا ته زما امتحانونه.
    باور مې نه و چې زه به امتحان کې کاميابېږم، خو نتيجه راووتله. ما ښې نمرې اخيستې وې ولې د مينې د معايناتو نتيجه ښه نه وه. زما مشر يو ډاکټر استاد چې د زړه د ناروغيو متخصص و راته ووئيل چې دې څه غم زړه ته اچولى دى روحي علاج به يې پکار وي.
    زما مينه او خفگان؟ ... زه خبر وم چې زما وروستۍ خبرې د هغې د خفگان سوب وې. زموږ مشرانو فيصله وکړه چې ژر دې زموږ واده وشي نو مينه به پخپله ښه شي. د واده نېټه وټاکل شوه ما د مور نه اجازه واخيسته او هغه مې د شينکي بابا زيارت ته بوتله. د جمعې شپه وه په زيارت کې ډېره گڼه گوڼه وه لوفران هم ډېر وو خو ما هېڅ نه ليدل په زيارت د دعا نه وروسته مينه مې يوې بنگړي والې مخې ته ودروله پيسې مې ورله ورکړې چې د مينې لاسونو ته ښه ډېر بنگړي وخېژوي.
    بنگړي والې د هغې نرمو نازکو سپينو مړوندون ته بنگړي خېژول. سره، شنه، گلابي؛ خو مينې حيرانه حيرانه خپل لېچو ته کتل.
    زه د هغې سره نژدې په مځکه کېناستم. بنگړي والې چې د خپلو بنگړو شمېره پوره کړه نو موږ دواو ته يې د ښه ژوند دعا وکړه او مبارکي يې راکړه ما د مينې لاس ونيولو چې هغه راپاڅوم ولې هغه د ودرېدو نه وه. زما په لاسونو کې لکه د مړاوي گل ورژېده.
    زه څو ورځې لکه د لېونو گرځېددم د نشې د گوليو اثر چې به خلاص شو نو د ښځو غږ به مې واورېدو هاى هاى غريبه مينه ... په زړه کې يې سورى و (( نه نه سرسام شوې وه )) سيوري وو ورباندې څو مياشتې واوړېدې د مور پلار او د تره د منت زارۍ نه وروسته د ژوند شلېدلى مزى مې يو وارې بيا پخپلو لاسونو کې واخست روغتون کې مې کار ولگېد. خو پخپلې ډاکټرۍ مې باور نه و. ما خپله مينه په يوه خبره ووژله.
    (( ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته )) ما د مينې د معصومې غوښتنې سپکاوى کړى و. ډېر سپکاوى اوس زه د هرې جمعې ماښام د شيشو رنگداره بنگړي اخلم... د مينې قبر له ورځم او هم د دې يوې خبرې بخښنه ترې غواړم. گوره که ومې بخښې
    Honest prayer from the heart has great power

  2. #2
    intezarkhan's Avatar
    intezarkhan is offline Senior Member+
    Last Online
    22nd October 2011 @ 11:22 AM
    Join Date
    12 Jul 2009
    Location
    (`v) *..* ..*) (.
    Age
    32
    Posts
    639
    Threads
    43
    Credits
    0
    Thanked
    10

    Default

    wow deera hasasa Qissa wa deer e pa sooch ke kram ... mong aw taso ta pa kare de che da cha MEENE ta spakawe aw Be ihterame wa na kooo~~~

    da share kawaLo na dera zyata manana
    I N T E Z A R K H A N

  3. #3
    noty_mir is offline Member
    Last Online
    9th December 2009 @ 01:01 PM
    Join Date
    04 Aug 2009
    Location
    lahore
    Age
    35
    Posts
    5,103
    Threads
    62
    Thanked
    78

    Default

    Smj nahi lge

  4. #4
    Join Date
    27 Jun 2008
    Location
    =-هجره-=
    Age
    33
    Posts
    1,709
    Threads
    126
    Credits
    0
    Thanked
    68

    Default

    deer ha safdar lala ho maafi ghwaram da ma mahki share kari da............
    http://itdunya.com/showthread.php?t=136033

  5. #5
    Rizwan ziab is offline Member
    Last Online
    5th April 2020 @ 08:35 PM
    Join Date
    04 Apr 2020
    Age
    24
    Gender
    Male
    Posts
    55
    Threads
    4
    Credits
    473
    Thanked
    0

    Default


  6. #6
    Join Date
    04 Nov 2015
    Gender
    Male
    Posts
    4,939
    Threads
    33
    Credits
    27,292
    Thanked
    275

    Default

    Webhosting in Pakistan
    [QUOTE=safdar302;1433917]
    د مينې کيسه




    مينه زما چنغله وه، زموږ د دواړو پلرونه پخپلو کې ورونه وو زموږ کورونه هم په يو محلت کې وو او موږ له ماشوم والي نه يو بل ته ډې نږدې وو. د مشرانو فيصله دا وه چې زه د ډا:ټرۍ سبق خلاص کړم نو مينه به راته واده کړي. هغې هم په پوهنتون کې سبق وئيلو. زموږ په ژوند کې هېڅ ستونزه نه وه، پر مينې هم څه بنديز نه و. موږ به هره ورځ سحر لکه د دوو ملگرو يو ځاى زما په موټر سيکل پوهنتون ته تللو مينه په ما ډېره گرانه وه ما د هغې هره خبره منله او هغه وه هم داسې چې هره خبره يې بايد منل شوې واى. زما نه يادېږي چې موږ چرې جنگ هم کړى وي. هغه ډېره نازک مزاجه وه. نن د مينې پوهنتون د ژمي د رخصتيو لپاره بندېدو هاغه ورځ د پوهنتون نه دواړه را روان وو هغې زما ملا په دوو گوتو وټکوله (( ما ته د شينکي بابا د زيارت نه بنگړي واخله، بيا خو هسې هم چټيانې دي ))دا زيارت د پوهنتون په لاره د يوې غونډۍ د پاسه جوړ و او د هرې جمعې په ماښام به پکې مېله وه خو دا ځاى زما نه و خوښ ځکه دلته د ښار لوفران او نشيان ورتلل، څو وارې پکې بدې پېښې شوې وې زړه مې نه و چې خپله مينه داسې ځاى ته بوځم زه د زيارت نه همدغسې تېر شوم موټر سيکل مې د يو رسټوران مخې ته ودروو او هغې ته مې ووئيل چې راځه دلته به يو څو شېبې کښېنو چاى بۀ وڅښو خو هغې ځېل شروع کړو زه نه ځمه، ما ته به بنگړي اخلې.... او هم دې زيارت نه به يې راته اخلې زه ورته په قهر شوم.. (( ته ځان ته وگوره او دې فرمايش ته ورشه دومره د بنگړو شوق کوې نو پخپله يې له بازاره واخل. ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته او دې زيارت ته خو به چرې هم ولاړ نشم )) ما خپله خبره ختمه کړه خو چې د مينې مخ ته مې وکتل نو پخپلې وينا پښېمانه شوم د هغې د سترگو خلا ورکه وه او رنگ يې تښتېدلى و.
    ما زر ورته ووئيل (( نه ... نه گپ لگوم صبآ به درته بنگړي واخلم راځه چې چاى وڅښو خو هغه پخپل ځاى لکه د بوت ولاړه پاتې شوه ما ورته ووئيل ښه چاى نه څښو کور ته به ولاړ شو هغه بيا هم په ځاى ولاړه وه او رټ رټ يې راته کتل آخر مې ورته منت وکړو چې خلک گوري ... هغه په موټر سيکل کېناسته زه د هغې د لاسونو د لمس سره دومره عادت وم چې يو څو شېبې مې انتظار وکړو چې هغه زما د جېکټ په جېبونو کې لاس کېږدي او يا زما ملا ونيسي؛ خو هغې په يو لاس زما د جېکټ يو سر نيولى و داسې چې د لاسونو حرارت يې زما وجود ته نه رسېد.
    خپل محلت ته چې ورسېدو نو ما اخوا دېخوا وکتل هېڅوک نه وو د هغوى د کور په دروازه کې مې د هغې دواړه لاسونه وينول چې لکه د واورې يخ وو ما ترېنه د خپلو خبرو بيا بڅښنه وغوښته او ورته مې ووئيل ته د زيارت بنگړي څه کوې ... زه به د زرگر نه درته د سرو زرو بنگړي راوړم هغې خپلې ملالې سترگې راواړولې خو هېڅ يې ونه وئيل او دننه کور ته ولاړه.
    زما د وروستي کال امتحانونه وو ټول پام مې سبق ته و د مينې خفگان مې پدې لرې کړو چې په بله ورځ مې ورته د زيارت نه بڼگړي واخيستل او ور ومې لېږل. زړه مې پدې جو و چې مينه به پخلا شي اخر څه به وکړي دا لېونۍ خو هسې هم زما ده اوس که جنگ وکړي که خفگان. يو څو مياشتې دي هر څه به سم شي.
    يو څو ورځې تېرې شوې نو خبر شو م چې مينه ناروغه ده زه يې ليدو ته ولاړم د ډاکټر په حيث مې ورته وکتل خو چارچاپېره دومره خلک وو چې د زړه خبره مې ورته ونکړى شوه د تره ښځې راته ووئيل يو څو ورځو راهيسې وايي چې په سينه کې مې درد دى.
    يوې خوا ته د مينې ډاکټري معاينات پيل شول بلې خوا ته زما امتحانونه.
    باور مې نه و چې زه به امتحان کې کاميابېږم، خو نتيجه راووتله. ما ښې نمرې اخيستې وې ولې د مينې د معايناتو نتيجه ښه نه وه. زما مشر يو ډاکټر استاد چې د زړه د ناروغيو متخصص و راته ووئيل چې دې څه غم زړه ته اچولى دى روحي علاج به يې پکار وي.
    زما مينه او خفگان؟ ... زه خبر وم چې زما وروستۍ خبرې د هغې د خفگان سوب وې. زموږ مشرانو فيصله وکړه چې ژر دې زموږ واده وشي نو مينه به پخپله ښه شي. د واده نېټه وټاکل شوه ما د مور نه اجازه واخيسته او هغه مې د شينکي بابا زيارت ته بوتله. د جمعې شپه وه په زيارت کې ډېره گڼه گوڼه وه لوفران هم ډېر وو خو ما هېڅ نه ليدل په زيارت د دعا نه وروسته مينه مې يوې بنگړي والې مخې ته ودروله پيسې مې ورله ورکړې چې د مينې لاسونو ته ښه ډېر بنگړي وخېژوي.
    بنگړي والې د هغې نرمو نازکو سپينو مړوندون ته بنگړي خېژول. سره، شنه، گلابي؛ خو مينې حيرانه حيرانه خپل لېچو ته کتل.
    زه د هغې سره نژدې په مځکه کېناستم. بنگړي والې چې د خپلو بنگړو شمېره پوره کړه نو موږ دواو ته يې د ښه ژوند دعا وکړه او مبارکي يې راکړه ما د مينې لاس ونيولو چې هغه راپاڅوم ولې هغه د ودرېدو نه وه. زما په لاسونو کې لکه د مړاوي گل ورژېده.
    زه څو ورځې لکه د لېونو گرځېددم د نشې د گوليو اثر چې به خلاص شو نو د ښځو غږ به مې واورېدو هاى هاى غريبه مينه ... په زړه کې يې سورى و (( نه نه سرسام شوې وه )) سيوري وو ورباندې څو مياشتې واوړېدې د مور پلار او د تره د منت زارۍ نه وروسته د ژوند شلېدلى مزى مې يو وارې بيا پخپلو لاسونو کې واخست روغتون کې مې کار ولگېد. خو پخپلې ډاکټرۍ مې باور نه و. ما خپله مينه په يوه خبره ووژله.
    (( ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته )) ما د مينې د معصومې غوښتنې سپکاوى کړى و. ډېر سپکاوى اوس زه د هرې جمعې ماښام د شيشو رنگداره بنگړي اخلم... د مينې قبر له ورځم او هم د دې يوې خبرې بخښنه ترې غواړم. گوره که ومې بخښې
    [/QU




    wow deera hasasa Qissa wa deer e pa sooch ke kram ... mong aw taso ta pa kare de che da cha MEENE ta spakawe aw Be ihterame wa na kooo~~~
    da share kawaLo na dera zyata manana

Similar Threads

  1. Replies: 7
    Last Post: 22nd June 2020, 08:27 PM
  2. Replies: 10
    Last Post: 23rd April 2013, 07:51 PM
  3. ميري خيل كو نسبت هوئي مدينه سي
    By aliali in forum Urdu Adab & Shayeri
    Replies: 6
    Last Post: 28th November 2010, 02:18 AM
  4. د مينې کيسه
    By aurangzeb619 in forum Pashto
    Replies: 3
    Last Post: 23rd October 2009, 04:56 PM
  5. Replies: 2
    Last Post: 23rd September 2009, 07:00 AM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •