غزل
يمه پښتون څه ترهګرخونه يم
اوسم په کلې کې دغرخونه يم
چې درڼاراباند ي غــږ ونکړې
لاتوره شپه يمه ســحرخونه يم
شې به پرهر،پرهره مداسې پاتي
خوږه ځيګر،څه ډاکټرخونه يم
له ماد اوښکودبارا ن تمه کړه
شغلي له کومه کړمه لمرخونه يم
دارته مې مه خيژوه صبروکړه
دمرګ سزا ته برابرخونه يم
دڅه ميله وکړم خوشحاله شمه
اوس هم روژه يمه اخترخونه يم
چې له منګيوسره يوځاى راتلي
له انجونوډک هغه ګودرخونه يم
يوځلې بيا پرې حجره ګرموم
ترنګ درباب يمه خنجرخونه يم
دخوږياڼي زړه به موړنه شي له تا
لاانتظارکو م اوترخونه يم
عطالله خوږیاڼی
Bookmarks