تصويرونه-
شباب راڼيزی که وخت دې رانه اوسوو په لمبو کې تصويرونه
ساتم به دې جانانه په ليمو کې تصويرونه
که دوړې د وخت الوزي يو بل ته کتې نه شو
ژوندي لرو د زړه په ائينو کې تصويرونه
څنګ درکړمه بلنې څنګه اووايم چې راشه؟
رنګ کيږي چې په وينو دې کوڅو کې تصويرونه
د امن پيغامبره شونډې پرانيزه څه وايه
لوګړه شو د بارودو په لوګو کې تصويرونه
په زړه باندې مې څړيکې د دردونو راخورې شوې
زغملې چيرته نه شم په سلګو کې تصويرونه
سپرليه سرې غونچې دې اوس د ځان سره سنبال که
چې ګل اشنا مې اوښکل په ازغو کې تصويرونه
Bookmarks