د حسن غل
اف دا شپه شوه څومره توره، سپوږمۍ ورکه شوه له ويرې
ستوري هم خو داسې ورک شو، لکه نۀ وو دلته چرې
د وريځو ديوان راغلل، د رڼا ښاپېرۍ مړه شوه
بلاګانې شولې پټې، بو بلا دغه شان شپه شوه
زمکه پړمخې نسکوره، له هېبته نه ګونګۍ شوه
احساسات شو بوګنېدلي، ساه ورکلکه په مرۍ شوه
يو خوا زوږ د سيلۍ خېژي، بل خوا سکوټه خاموشي ده
ويرانو کره ښادي ده، ابادو کره وراني ده
بس يقين وۀ چې قيامت دے، فېصله وه دنيا لاړه
کۀ عابد وۀ او کۀ رند وۀ، سم بتان وو په ولاړه
داسې وخت کښې يو مجنون دے چې د لارې په سر ناست دے
د لېلا په انتظار کښې بس خوشحاله بشر ناست دے
د اميد نشه کښې مست دے له دې هر څۀ ناخبر دے
بې خطره له خطره، دا د مينې پېغام بر دے
ناګهانه له يو خوا نه، اواز وشو لېونيه
اے د عشق د پګړۍ وله، همت ناکه سپرلنيه
داسې تکه توره شپه کښې، چې جهان ترېنه بوګنېږي
انسانان خو خود بوګنېږي، چې دېوان ترېنه بوګنېږي
دا د چا لارې ته ګورې؟ دا د چا په انتظار ئې؟
دا تۀ څنګه بنيادم ئې، چې له ژوند ځنې وېزار ئې؟
مجنون وخندل په زوره، په اواز پسې روان شو
د زړۀ داغ ئې په ځلا شو، د عشق زخم ئې ګويا شو
تل د زلفو غل له خدايه، داسې شپه په منت غواړي
چې رقيب پکښې ټپ ړوند وي، عاشق داسې ساعت غواړي
داسې شپه چې کله راشي، نو لېلا راشي زما شي
همېشه داسې تيارو کښې، د وصال مخموره غلا شي
Bookmarks