(( بيا مې چې د خيال په ګوتو ونيوې
خيال ته مې د فال په ګوتو ونيوې ))
جوړ يې د هنر په لاس منګی کړلو
زړه مې د کولال په ګوتو ونيوې
دا سړی شاعر و چې يې خپل کړلې
ده د خپل کمال په ګوتو ونيوې
زه دې د جمال په اور ستي کړمه
ته مې د جلال په ګوتو ونيوې
ماته دې ماضي که زېندۍ جوړه کړه
ته مې هم د ( حال ) په ګوتو ونيوې
څوکه د نګهت جامو کې والوتې
بيا مې د شمال په ګوتو ونيوې
مينه به حيرانه درته پاتې شي
حُسنه! که زوال په ګوتو ونيوې.
Bookmarks