Results 1 to 2 of 2

Thread: دروژې دمباركي مياشتي ډير فضيلتونه

  1. #1
    Aspirant's Avatar
    Aspirant is offline Senior Member
    Last Online
    30th September 2017 @ 01:14 PM
    Join Date
    30 Apr 2007
    Gender
    Male
    Posts
    4,854
    Threads
    594
    Credits
    1,049
    Thanked
    785

    Default دروژې دمباركي مياشتي ډير فضيلتونه

    محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

    السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

    دروژې دمباركي مياشتي خو هسي ډير فضيلتونه اوبركات په حديثو كي راغلي دي خو مونږ يي په دې ليكنه كي په لنډه توګه يو څو فضيلتونو ته اشاره كوو :

    حضرت سلمان رضي الله عنه وايي چي دشعبان په پاي كي رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته داسي نصيحت وفرمايه چي: په تاسي يوه مياشت راتلونكي ده چي ډيره مباركه مياشت ده پدې مياشت كي يوه داسي شپه هم شته چي له زرو مياشتو نه غوره ده (دقدر شپه) . پالونكي څښتن ددې مياشتي روژې فرض كړي او پدې مياشت كي يي شپه په ولاړه تيرول (تراويح كول) دثواب شى ګرځولى .

    پدې مياشت كي له چا سره نيكي كول لكه دنورو مياشتو دفرضو دومره ثواب لري. او په دې مياشت كي ديوه فرض اداكول لكه په نورو مياشتو كي داوياو فرضو داداكولو سره سمون خوري , دادصبر مياشت ده اودصبر بدله جنت ده, دامياشت له خلكو سره دغم خوړلو (له خلكو سره دنيكي كولو )مياشت ده .

    پدې مياشت كي دمسلمانانو رزق زياتيږي , پدې مياشت كي چي څوك يوه روژه تي (روژه درلودونكي) ته افطاروركړي نو داڅه به يي له ګناهونو څخه دبښني اوددوزخ له اورڅخه دخلاصي لامل وي, اودروژه تي (روژه درلودونكي) هومره ثواب به وركول كيږي ,پداسي حال كي چي دروژه تي په ثواب كي به هيڅ كمى نه راځي .

    صحابۀ كرامو عرض وكړ چي اې دخداي رسوله : په مونږ كي خو هر يو دومره ځواك نلري چي روژه درلودونكي ته افطار ورکړي؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: (پورتنى ثواب چاته په مړه خيټه تر ډوډۍ وركولو پوري ندى تړلى بلكه) كه څوك چا ته يوه خرما وركړي يا يو غړپ اوبه يا شړومبې وروڅښي هغه ته به هم خداي جل جلاله داثواب وركوي.

    داداسي مياشت ده چي لومړنۍ برخه يي رحمت ده , منځنۍ برخه يي مغفرت ده اودپاي برخه يي له اورڅخه خلاصيدل دي . هرڅوك چي پدې مياشت كي دخپل غلام(خادم)بارسپك كړي (همكاري ورسره وكړي ) نو لوي پالونكى څښتن جل جلاله به هغه ته بښنه وكړي او ددوزخ له اوره به يي خلاص كړي .

    څلور شيان ډير كوۍ : پدې كي لومړني دوه دالله تعالى درضا(خوښۍ) لپاره دي اووروستني دوه يي بيا هغه دي چي له هغو څخه ستاسي خلاصى نشته (ستاسي لپاره هرومروګڼل كيږي) .

    لومړني دوه شيان دكومو له امله چي تاسي خپل پالونكى راضي كوۍ هغه1- دپاكي كليمې (اشهدان لااله الاالله واشهد ان محمدا رسول الله) او2-داستغفار(استغفرالله ربي من كل ذنب وتوب اليه) ډير ويل دي .اووروستني دوه يي 1-دجنت هيله كول او2-ددوزخ له اور څخه پناه غوښتل دي.

    اوڅوك چي روژه دار ته اوبه وروڅښي نولوي خداي جل جلاله به ځما له حوض څخه (دقيامت په ورځ) هغه ته داسي اوبه وروڅښي چي بيا به جنت ته تر ننوتو پوري تږى نشي.

    په يوه بل حديث كي بيا داسي فضيلت بيان شوى ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشياطين -وفي رواية ابواب الرحمة. بخاري ومسلم

    ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي -كله چي رمضان راشي نو دجنت دروازې پرانستل شي او ددوزخ دروازې وتړل شي او شيطانان (په ځنځيرونو كلك) وتړل شي . په يوه روايت كي دابواب الجنة په ځاي دابواب الرحمة تورى راغلى.

    همداراز په يوه بل حديث شريف كي راځي چي (عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذاكان اول ليلة من شهر رمضان :صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت ابواب النار فلم يفتح منها باب ,وفتحت ابواب الجنة فلم يغلق منها باب -وينادي مناد يا باغي الخير اقبل ويا باغي الشر اقصر ولِله عُتقاء من النار-وذلك كل ليلة . ترمذي ابن ماجه .

    ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي كله چي درمضان لومړۍ شپه شي نو شياطين او سركښ پيريان وتړ ل شي , اوددوزخ ټولي دروازې وتړل شي تردې چي يوه دروازه يي هم پرانستي نه پريښودل كيږي , اودجنت ټولي دروازې پرانستل شي تردې چي يوه دروازه يي هم تړلي نه پاتي كيږي اودالله تعالى چغه وهونكى چغي وهي چي: اي خير غوښتونكو رامخكي شۍ . او اي بد غوښتونكو ودريږي اومه رامخكي كيږۍ او دالله تعالى ډير بندګان له دوزخ څخه خلاصيږي (دبښني فيصله يي كيږي) اودا ټول څه درمضان په هره شپه كي كيږي.

    په يوه بل روايت كي داسي راغلي ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة بعشر امثالها الى سبعمائة ضعف . قال الله تعالى الاالصوم فانه لي , وانا اجزي به يدع شهوته وطعامه من اجلي . للصائم فرحتان : فرحة عند فطر وفرحة عند لقاء ربه , ولخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسك . والصيام جُنة . واذاكان يوم صوم احدكم فلا يرفث ولا يصخب , فان سابه احد او قاتله فليقل اني امرء صائم .

    ژباړه : له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي: دهر امت دنيكۍ بدله له لسو ګونو تر اوو سوو ګونو پوري زياته وركول كيږي مګر الله تعالى فرمايلي دي چي روژه (له دې قانونه ځانګړي )ده ځكه چي (دادبنده لخوا )ماته (يوه تحفه ده) نو همدازه به يي اجراوثواب وركوم . ځما بنده ځما لپاره نفسي خواهش , خوړل او څښل بند كړي (ځكه به نو زه ددې سرښندني په پرتله هغه ته ثواب وركوم ) .

    روژه دار ته دوه خوښۍ دي: يوه دافطار په مهال بله بيا دالله تعالى دليدلو په مهال . ځما دي لوړه وي چي دروژه دار دخُولې بوي دخداي جل جلاله په نزد تر مشكو هم غوره دى .

    او روژه (پدې نړۍ كي دنفسي غوښتنو له بريد او په هغې نړۍ كي ددوزخ له اور څخه دځان ساتلو لپاره ) ډال دى . او كه له تاسي څخه ديو چا په كومه ورځ روژه وه نو ناوړه كړه او فحش ويناوي دي نه كوي .او كه څوك ده ته بد ووايي او يا جګړه ورسره وكړي نو دى دي ورته ووايي چي ځما روژه ده) .

    له پورتني حديث څخه په ډاګه شوه چي داثوابونه هاله مسلمان ته وركول كيږي كله چي له ناوړه كړنو او فاحشوويناووڅخه ځان وژغوري . ځكه خو هم په يوه حديث كي راځي چي : (څوك چي روژه ونيسي او له ناوړو ويناوو اوناوړو كړنو څخه ځان ونه ژغوري نو دده دې هسي لوږي اوتندي ته خداي جل جلاله هيڅ اړتيا نلري ) .

    يادونه -په پورتني حديث كي په ځانګړي ډول هغه چا ته خبردارى دى څوك چي دروژې په مهال هم بد رد او ناوړه توري استعمالوي . همداراز هغه چاته هم لوي خبردارى دى چي په روژه كي جګړې كوي . داسي كسان ښايي دځانونو اصلاح وكړي هسي نه چي خداي مكړه كړى تكليف موپه اوبو لاهو شي .

    لوي خداي جل جلاله دي په مونږ تاسو او دنړۍ په ټولو مسلمانانو روژه ښه تيره كړي. او لوي خداي جل جلاله دي دنيكو كارونو توفيق راپه برخه كړي . او لوي خداي جل جلاله دي زمونږ روژه مونږ ته دآخيرت لپاره زيرمه وګرځوي او خداي جل جلاله دي ثوابونه پرې راكړي . آمين ثم آمين يارب العلمين .

    وما علينا الاالبلاغ المبين
    [CENTER][URL="http://www.itdunya.com/t355664/"][SIZE="5"]~ایک قافلہ~[/SIZE][/URL]
    [SIGPIC][/SIGPIC][/CENTER]

  2. #2
    mail2psh's Avatar
    mail2psh is offline Senior Member+
    Last Online
    29th June 2013 @ 11:33 AM
    Join Date
    16 Mar 2010
    Location
    Peshawar
    Age
    35
    Gender
    Male
    Posts
    1,961
    Threads
    237
    Credits
    0
    Thanked
    229

    Default

    rora KHUDAY PAK DI DARLA DIR KHE ELEM NOR HUM DARKI SARA D AMALA AMEEN SUMMA AMEEN

Similar Threads

  1. Replies: 4
    Last Post: 20th May 2014, 04:51 PM
  2. Replies: 0
    Last Post: 4th October 2013, 03:32 PM
  3. ميري خيل كو نسبت هوئي مدينه سي
    By aliali in forum Urdu Adab & Shayeri
    Replies: 6
    Last Post: 28th November 2010, 03:18 AM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •