لکــــــــــه شبنم چې نرۍ پاڼې دګـــــلاب وخوړې
دګــــــــــوتو څــوکې مې تارونو د رباب وخوړې
د بېــلتانه قاصــــــــده کلـــــــــــه د بښلـو یې ته !
په سورکو شونډو دې مسکاوې د شباب وخوړې
ته چې ساغــــــــر په کــــاڼو ولې د رندانو شیخه
لکه چې ســــــــــــتا ګناوې هم د چا ثواب وخوړې
زمـــــوږ د وینې،مینې دواړو یوه کیسه وه پکې
چــــــــــــا زموږ څو زرینې کرښې دکتاب وخوړې
د اباسین غاړې سپېرې شوې سر حدي پښتونه!
ستـــــــا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې ؟
دښاپېرو بنګړي (تورخم) کې په کوتکو مات شول
ډیـــــــــرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو د پنجاب وخوړې
یاد یې لـــــــــــره! هېر به مې نشي تورلینګیه اشنا
زمـــــــــوږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې
مصرۍ دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!
ښــــــــکاري چې ته هم د حــــالاتو اضطراب وخوړې
Bookmarks