که د روژې لومړۍ ورځ جمعه وه نو د قدر شپه د (27) شپه ده

ټولونه او ترتيب عبدالجبار بهير


د قدر شپه(ليلة القدر) : د خير او برکت داسي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو څخه هم بهتره ده؛ دا شپه د روژې(رمضان) د اخرو لسو طاقو شپو څخه يوه ده چي په اړه يې ډېر څه بيان سوي دي؛ خو د نزهة المجالس د يو بزرګ له بيان څخه چي پخپل ټوله عمر کښي ورڅخه بې برخي سوى ندى داسي لارښوونه کوي: (منبع : نزهة المجالس )
که د روژې لومړۍ ورځ شنبه وه نو د قدر شپه د درويشتم (۲۳) (23) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۱شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۲شنبه وه نو د قدر شپه د يوويشتم (۲۱) (21) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۳شنبه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۵شنبه وه نو د قدر شپه د پنځويشتم (۲۵) (25) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ جمعه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .

د قدر شپې دعا:
اَللّهُمَّ اِنَّکَ عَفُوُّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّيْ .
هغه درود شريف دى چي يو وار(۱ ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري :

اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ .
د تسبيح نفلي لمونځ : د تسبيح لمونځ کول مستحب دي، ثوابونه ډېر زيات دي؛ تر داسي اندازې چي الله پاک ددې لمونځ په اداء کولو سره د خپل بنده ټول ګناهونه معافوي؛ که ممکن وي نو په هره ورځ/هره اوونۍ/هره مياشت/هر کال/ټوله عمر کي يو ځل خو دي نو اداء کړل سي؛ د تسبېح لمونځ يې ځکه بولي چي (۳۰۰) درې سوه واره تسبيح په کښي ويل کيږي؛ هغه تسبيح داسي دي :

سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ وَ لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَلکْبَرْ .
دا تسبيح په هر رکعت کي (۷۵) پنځه اويا واره ويل کيږي چي د څلورو رکعتونو مجموعه يې درې سوه کيږي
دا لمونځ که په يوه نيت سره څلور رکعته وسي بهتره ده؛ خو دوه-دوه رکعته کول هم صحي دي ترتيب يې:
د تسبيح لمانځه نيت تړل + ثناء (سبحانک اللهم ...) + پنځلس (۱۵) واره تسبيح ويل + اعوذباالله...، بسم الله... او سورة فاتحه (الحمد لله ...) + سورة يا څو اياتونه + لس (۱۰) واره تسبيح ويل + رکوع: تر سبحان ربي العظيم وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ولاړه: تر تسميع او تحميد (سمع الله لمن حمده + ربنا و لک الحمد) وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ناسته: له سجدې څخه چي راپورته سي د سجدو د منځ په ناسته کي لس (۱۰) واره تسبيح ويل + دوهمه سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + د رکعت پاى ... همداسي نور پاته رکعتونه

يادونه ::. د تسبيح حساب او شمار د ګوتو پر سرو نه کيږي بلکي ګوتو ته په فشار ورکولو سره دي حساب ياد وساتل سي؛ که په منځ کي کوم ځاى د تسبيح حساب هېر سي نو هغه دي په سحده کي پوره کړل سي خو که يې په اوله سجده کي له ياده ووځي نو په دوهمه سجده کي دي پوره کړل سي