په قسمت چي څوک جړيګي بيوقوف دے
قسمتونه په ژړا سميګي نه
هغه کيګي چي الله ئي مقرر کړي
چي څه ليک وي په تقدير بدليګي نه
محبت ئي چي په خپله خوښه نه وي
مينه چرته هم په زوره کيګي نه
که سل کاله دي هم عمر شي دنيا کښي
په ژوندون باندي هيڅوک مريګي نه
چي سيرت باندي خائيسته وي اے " رحمانه "
تش صورت باندي هيڅوک خه کيګي نه
Bookmarks