خپل كلې پردې ښار
د ښار د شور او د لوګو چې تنګ شم
د كلى غيږى ته ځان ورسوم
سَر شم په پلو په پټو د كلى
د فطرت غيږى ته ځان ورسوم
سَر ورته كيږدمه جولۍ كې غلې
چې د مور غيږى ته ځان ورسوم
چې لګه ساه واخلمه مور مى وائى
كلى ته څه له دشمنو له راځى
دوستان پردى شو ستا خپلوان پردى شو
خوشى محفل ته چا ليدو له راځى
ولى د لوئى ښار سينه تنګه شوه څه
چې ته د كلى كوټګو له راځى
حجرى ډاګونه ټول شاړ شاړ پراته دى
لوبى كوڅو كې ماشومان نه كوى
لَوونه ګډ دى غوبلونه ګډ دى
خو اَشرونه دهقانان نه كوى
ورورولۍ لاړلى تاله ترغه شوى
ننګ په يو بل باندى ياران نه كوى
ګودرى شته مازيګرونه شته دې
نه نظرونه شته نه جنګ شته دې
بلا ځوانان شته د آدم كلى كې
خو نه رباب لرى نه ټنګ شته دې
د دُرخو تورى سپورى زُلفى شته دې
خو نه پانزيب شته دې نه شړنګ شته دې
په دار ختلى د اُلفت دعويدار
مينى اوس دلته په پيسو كيږى
د څو خانانو باچاهى جوړه ده
ستائينى هم د څو سړو كيږى
كه څوك كوى دلته كې حق خبره
ګمان پرى زر د ليونو كيږى
د دَمى ځائى نه لَرى غيږه كې اوس
دا هغه سوړې هغه ګل كلې دې
اختيار ئى ټول پردو لاسونو كې دې
ستا په نامه دې خو د بل كلې دې
كه دى ته كلې وائى ژوند داسى وى
نو بيا رازه دغه دى خپل كلې دې
نو ساه مى ډوبه شى په زړه مى سياه دَلى راشى
بَس دا آواز مى خولى له سم د ليونى راشى
مورى بيا څه له مونږ ژوندى يو څه له ساه اَخلو مونږ
دلته به څنګ مينه خوره شى وروروَلى راشى
زه به رازمه اوس وروخصت راكړه چې كله دلته!!!
امن شى، مينه شى، خندا شى، خوشحالى راشى
زړه موړې پاسيږم د مور غيږى نه
راشم د ښار لوګو لوګو له راشم
د كلى روغ ليونى نه شم ليدې
راشم د ښار سَم ليونو له راشم
بيخ د غودغرضه خپلولو دى ووځى
راشم د ښار پردو پردو له راشم
Bookmarks