کله مخ زه په قبله کړم ، کله مخ کړم و جانان ته
هيڅ په فرق ئې پوهه نه شوم ، ربه! خير مِ کړې ايمان ته
هغه ورځ چې خلق پيدا شو د خالق په تجلي شو
زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ د جانان ته
اوس زما په بيکسې کښ د مستې لمغړې وينې
زه د مزکې قابل نه وم ولې تا بوتلم اسمان ته
د خبرو ئې څوک نشته غني ځان سره ګوڼيږي
ليونې ئې هله بولې چې ئې وګورې جانان ته
.................................................. .....
په راحت کښ خو به هر سړې دې يار شي
يار هغه دې چې په سخته کښ پکار شي
ټول خپلوان ترينه تاويګي چې امير وي
چې غريب شي هر سړې ترينه بيزار شي
نو حقيقي مينه هغه ده اې رحمانه
چې مزار سره دې جوړ مزار د يار شي
.................................................. ..
که قيمت دا ستا د حسن په جهان وې
ما به خامخا خرڅ کړې درته ځان وې
زه رحمان که د جهانګير په شان بادشاه وې
مابه تا نه لوګې کړې هندوستان وې
.................................................. ..
Bookmarks