قبر کې وخت څنګه تيرېږي دا ولولئ!
په زړه پورې ‫#‏واقعه‬ ده:
دحضرت عيسی (عليه السلام) دا معجزه هم وه چې دالله تعالی په امر سره به يې مړي ژوندي کول,
يوه ورځ حضرت عيسی (عليه السلام) خپل قوم ته يو مړی را ژوندۍ کړو او هغې مردا ته يې وويل چې اوس دقوم ته دقبر حالات په خپله بيان کړه:
مړی په خبرو شو او خپله ‫#‏کیسه‬ يې داسې پيل کړه:
کله چې په قبر کې کيښودل شوم خاورې يې راباندې واړولې او خلک راڅخه لاړل دې وخت کې دښي طرف له لوري يو کړکئ را خلاص شو او په هغه باندې څو کسان راغلل ستړي ماشي مو سره وکړل او بېرته په هماغه کړکي راڅخه لاړل او دوی چې لاړل زه هم راجګ شوم ما ويل راځه ته هم په دې کړکي ووځه, کله چې په کړکي باندې بيرون شوم څه ګورم چې يو زيات ښايسته باغ دی او پورته مې چې وکتل ومې ليدل چې دمازديګر مهال دی دا مساله ده چې څوګ قبر کې کېشودل شو هلته پرې مازديګر وي که په دنيا نيمه شپه هم وي خو په ده مازديګر وي.
مړی وايې چې ومې ويل چې دا خو دمازديګر دلمانځه وخت هلته باغ کې ښايسته اوبه بهيدې وراغلم غوښتل مې اودس پرې وکړم خو دشاه له لوري يوې ښايسته پېغلې راونيوم او راته ويې ويل دلته لمانځونه مه کوه لمانځونه ختم شوي دي او اوس خپلې مزې کوه,
ما چې دا خبره واوريده ورته ومې ويل چې دا څه وايې زه خو ضرور لمونځ کوم لمونځ څنګه نه کوم,
هغې پيغلې نه پريښودلم او دځان سره يې کشولم چې چکر وواهو خو ما اودس او لمونځ ته نيت وو بلاخره مې هغه پېغله جينی په څپړ باندې وواهله ورته ومې ويل پريږده زما لاس پع دې وخت کې دهغې په غاړه کې هار وو هغه پرې شو او جينی راته وويل چې اول به زما سره دا هار جوړوې بيا به لمونځ وکړې هغه هار يو سر ددي په لاس کې وو او بل زما تر نيمايې به مو جوړ کړی وي چې تا راباندې غږ وکړ او دغه دی راجګ شوم,
نور هېڅ پوه شوی نه يم چې وخت څه قسم تېر شو,
کله چې دهغې قبر تاريخ وکتل شو نو څلورزره(4000) کاله مخکې وفات شوی وو او په ده باندې د پنځو دقيقو په شان تېر شوي وو,
حضرت عيسی (عليه السلام) دقبر خاوند ته وويل چې ځنکدن څنګه وو هغې ورته وويل چې ځنکدن دومره سخت وو چې تر اوسه مې هم د مرۍ خوند تريخ دی په څلورو زرو کالو کې هم دځنکدن سختي ورته ياده وه,
سبحان الله,
ياالله تعالی موږ زموږ پلارونه, مېندې او ټول فاميل ته ستا رضاء رانصيب کړې ستا نږدې او پرهيزګاره بنده ګان مو جوړ کړې,امين,
ياالله تعالی زموږ ټولو اخيري خاتمه په ښايسته او کامل ايمان سره کړې, امين,
ياالله تعالی موږ ټولو ته دځنکدن سختۍ اسانې کړې او قبرونه راته دجنت دباغچو څخه باغچې وګرځوې, الهم امين,
ياالله تعالی ټول مسلمانانو ته ستا رضاء او جنتونه نصيب کړي الهم امين يارب العالمين.
لیکوال: عزیزالله هاشمی