11. د ملا صاحب من يې پوره نه کړ .
12. د موزي د نيا، غازي خوري .
13. د ميږو چو پاني د شرمښ په لاس مه ورکوه .
14. د ميږي چي اجل پوره سي په الوتلو پيل وکړي .
15. د ميلمه جواب پاتى دى .
16. د نر ميړه ، پور وړى دى .
17. د نن کار سبا ته مه پريږ ده .
18. د نه زويه مينه نه پاتيږي ، د سپي زويه پاتيږي .
19. دنيا په اميد خوړل کيږي .
20. دنيا چي ډيره سي ، و زړه ته تيره سي .
21. د نيا چي راتله ځاى ورکوه ، چي تله لار ورکوه .
22. د نيا د زړه سره ښه ده .
23. د نيا هيچا نده پاى کړې .
24. دنيا يو په بله ده .
25. دوران ، پر هر ګوروان .
26. د ورغوي تڼاکه ملغلره ده .
27. دوږخ که تود دى که سوړ ، زموږ ورته مخ دى .
28. د وږي سترګي ،په ديګ دان کي وي
29. د وږي سترګي په سترخوان کي وي .
30. دوست به دي و ژړوي ، د ښمن به دي و خندوي .
31. دوست په راحت او سختۍ کي تجربه کړه .
32. دوست ته حال وايه، د ښمن ته لاپي .
33. دوستي د سلو کالو لار ده.
34. د وطنه ووزه .، دنرخه يې مه وزه .
35. دوکان ،دوک دى يا کان .
36. د ولي ، د ميوې هيله مه کوه .
37. دومره ښه وکه ، چي د بدو توان يې درسره وي .
38. دونه يې هغه مړى نه وو ، لکه ژوندو چي پسي ژړل
39. دوه پک ، هغه هم سره ورک .
40. دوه که مچان سي ، د يوې بلا تمام سي .
41. دوه وروڼه ، دريم حساب .
42. دوه وږي چين په يوه وټ کي نه سره چليږي .
43. دوې هندوانې په يوه لاس کي نه ځائيږي .
44. د هغه چا مه بيريږه چي د خداىه بيريږي ، د هغه چا و بيريږه چي د خدايه نه بيريږي .
45. دى چي ما ويني چاړه نه ويني ، چي چاړه ويني نو ما نه ويني .
46. دى خپله چاړه په اوبو کي ويني .
47. دى لا تر اوسه پر هغه پخواني خره سپور دى .
48. دى لکه د جنت مرغومى په هر کور کي ايله دى .
49. دى لکه د هندوانو مومن ( کوچنى )د دوږخ او جنت تر منځ پروت دى .
50. دى نو اول لري ، اخير نلري .
51. دى نو پر تړلي دوکان حواله ورکوي .
52. دى نو په جنګ کي نرخ معلوموي .
53. دى نو په ويښه خوب ويني .
54. دى نو خر د باره سره په ګڼده وهي . .
55. دى نو د مړه څخه کونه غواړي .
56. دى نو کونه او پرتوګ په جنګ ( شر ) سره اچوي .
57. دى نو وارى کوي ، او لاس تر شا نسي .
58. ديوال ته يې ويل څونه عمر لرې ؟ځواب يې ورکړ د کاګله پوښتنه وکړه .
59. ديوال چي د تاداوه کوږ سو ، بيا نه سميږي .
60. ديوالونه هم غوږونه لري .
61. د يوه زيان ، د بل تکيه
62. د يوه زيان دبل تکيه سوه ، ځکه ورانه مو چاره سوه .
63. د يوه لاسه ټک نه خيژي .
64. د يوې شپږي لپاره ، ټول پوستين مه سوځه .
65. د ى يې تر شير په ښور وا خوشحاله دى .
66. دى يې تر ويش په سر شکوني خوښ دى
Bookmarks