Results 1 to 2 of 2

Thread: د تبع قيصه

  1. #1
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default د تبع قيصه

    ليک ::: مولانه عبدالرحمان رحيمي
    دويم ټوک

    پاچا (تُبع) بيا وروسته دخپلو ملګرو سره د مکې معظمې نه د ((يثرب)) په لور چې اوس ورته مدينه منوره وائى روانشو نو تر دغه وخته پورې په يثرب کښې هيڅ آبادى نه وه، يوازې په دغه ځآئې کښې داوبو يوه چينه وه اوبس

    کله چې پاچا دخپلو ملګرو سره يثرب ته ورسيدل نو ددغه چېنې په خوا کښې سره واړول او يو څو ورځې ارامى سره وکړه نو په دغه وخت کښې ددغه يو لک علماء او پوهانو او حکيمانو څخه څلور سوه تنه عالمان جدا اوسره بيل شو او په يو ګوښه ځائې سره کښيناستل او مشوره ئې پخپل مينځ کښې سره وکړو او ووئيل چې مونږ او تاسو به ددې ځآئې څخه دپاچا سره بل چيرته نه ځو او هملته به پاتې کيږو. اګر کښې پاچا پر مونږ باندې زور راوړى او يا کۀ مونږ ووژنى نو وژلو ته به هم ځان ورکوؤ مګر دغه يثرب به نۀ پريږدو نو دغه څلور سوه علماء ټول سره اتفاق وکړو او معاهده او تړون ئې پخپلو مينځو کښې وکړو

    نو دوى بيا وروسته دپاچا حضور ته لاړل او خپل عرض او خواست ئې پاچا ته بيان کړو او پاچا ته ئې ووئيل چې صاحبه مونږ خو داسې قصد کړى دى او اراده لرو چې په همدې ځائې کښې پاتې شو نو ستاسو څرنګه خوښه ده مونږ ته اجازه راکوى او که نه نو پاچاددغه عالمانو نه پوښتنه وکړه چې تاسو په دې تير شوى ښه ښه ښارونو کښې دغه بيديا ولې خوښ کړو او دلته پاتې کيږى

    نو عالمانو پاچا ته ووئيل چې دغه ځائې الله ج په داسې مبارک شخص سره مشرف کوى چې دهغه نوم (محمد) دے

    او په اخره زمانه کښې دمکې مکرمې په مبارک ښار کښې پيدا کيږى او بيا دالله ج لخوا پيغمبر ټاکل کيږى بيا دمکې مکرمې نه به هجرت کوى او دغه يثرب ته به راځى او دحضور اقدس نبى کريم ص نور ډير صفتونه ئې پاچا ته بيان کړل. نو پاچا وويل: چې خوشحالى او نيک مرغى ده هغه چاته چې دغه پيغمبر ومومى او ايمان پرې راوړى او زۀ هم دا غوره ګڼم او هيله لرم چې زۀ هم پخپله دارسول ووينم او يا زما اولادونه دا پيغمبر ووينى. نو پاچا دغه علماؤ ته وويل چې ښه ده تاسو پاتې شئ

    او سمدستى ئې امر وکړو چې څلور سوه کورونه دغه عالمانو لپاره جوړ کړئ نو هماغه وؤ چې دهر عالم دپاره يو کور جوړ کړل او پاچا امر وفرمائيل چې هر عالم ته يو يو وينزه په نکاح ورکړئ او نور ډير مال او دولت ئې هم دوى ته ورکړو. په اخره کښې پاچا دې عالمانو ته ووئيل چې تاسو خو دلته خامخا پاتې کيږئ مګر زما يوه خبره واورئ او وې منئ، وګورئ چې درنه هير نۀ شى اوهغه خبره داده چې زۀ دغه پيغمبر ص ته يو ((خط)) ليکم نو کۀ تاسو دغه پيغمبر وليدو نو زما خط به تاسو پخپل لاس دۀ ته ورکړئ او کۀ بيا تاسو ونۀ ليدو نو پخپلو اولادونو باندې ډير تاکيد وکړئ چې زما دغه خط نبى آخر زمان ته خامخا ورسوى نو عالمانو پاچا ته وويل ډير ښه دے انشاء الله ستا خط به مونږ دغه پيغمبر ص ته ورسوؤ تۀ ډاډه اوسه

    دتُبع خط

    تُبع حضور نبى اکرم ص ته داسې ليکلى وؤ

    ترجمه: (( دخدائى پيغمبر او رسول اودانبياؤ عليهم السلام اخرنے پيغمبر او دمخلوقاتو دپالونکى رسول صلى الله عليه وسلم چې سيدنا((محمد)) زوې دعبدالله صاحب دے زما لۀ خوا ورته سلام ورسيږى. پس لۀ سلامه ما ايمان راوړے دے په تا باندې او ستا په کتاب باندې چې بيا وروسته پر تا نازليږى او زۀ ستا په دين او ستا په سنتو روان يم

    او ما ستا په خدائى ج او په هر هغه کتابونو او صحيفو چې دايمان او داسلام او دشرعى احکامو په باره کښې الله ج نازلوى ايمان راوړے دے. نو تۀ مې کۀ وموندلې نو ډير ښه او ډير اعلى او کۀ مې ونۀ موندلې نو يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ، مادخپل شفاعت نه دقيامت په ورځ کښې هير نۀ کړې او زما شفاعت وکړې ځکه چې زۀ يارسول الله ستا دوړومبنى امتيانو څخه يم. او ستا دپيدائش نه مخکښې مادرسره بيعت کړيدے او تۀ مې منلے ئې او زۀ ستا په ملت ((دين)) او ستا دنيکه حضرت سيدنا ابراهيم ع په دين کښې يم))

    بيا ئې په خپل خط باندې مهر ولګول او په مهر کښې ئې دا ايات ليکل شوى وؤ

    ((خاص خدائى لره ده فرمان او حکم، اوپخوا او وروسته لۀ دېنه يعنې په هر وخت کښې قضا او حکم ددۀ نافذه ده)) (سورة الروم ايت ٤)

    نو خط ئې بيا هغه لوئې عالم ته ورکړو او خپله بيا دخپلو ټولو ملګرو سره ددغه يثرب نه دهندوستان په لور وخوزيدو نو کله چې بيا هندوستان ته ورسيدو نو په همدغه هندوستان کښې وفات شو (انا لله وانا اليه راجعون)

    په کتاب کښې ليکل شوى دى چې د تُبع دوفات نه تر هغې ورځې پورې چې سيدنا رسول الله ص پکښې مبعوث شوے ؤ يعنې چې پيغمبر ټاکل شوے ؤ زر کاله تير شوے ؤ چې نۀ يوه ورځ کم ؤ او نۀ يوه ورځ زيات نو کتاب کښې ليکلى دى چې په اوسنى وخت کښې دمدينې منورې انصار دهماغه علماؤ داولادې او نسل څخه دى نو کله چې بيا حضور نبى کريم ص پيدا کيږى او بيا پيغمبر کيږى نو درسالت خبر ئې ټولو ځايونو او ملکونو او ښارونو ته رسيږى نو کله چې بيا ديثرب خلقو ته خبر ورسيد چې په مکه مکرمه کښې پيغمبر پيدا شوے دے نو بيا ديثرب خلقو د تُبع پاچا خط ئې دابو ليلى نومى سړى په لاس مکې ته واستولو نو کله چې ابو ليلى مکې مکرمې ته ورسيد نو حضور اقدس نبى کريم صلى الله عليه وسلم په دغه ورځ دبنى سليم په قبيله کښې تشريف درلوده نو ابو ليلى دانحضرت ص مبارک حضور ته دغه ځائې ته ورغے. نو حضور اکرم ص چې دورايه ابو ليلى ئې وليد نو سمدستى ئې ورته وويل چې تۀ ابو ليلى نۀ ئې نو دۀ ورته وويل ((هو) يا رسول الله ص زۀ ابو ليلى يم. نو بيا انحضرت ص ورته وفرمائيل چې تاخو لۀ ځانه سره د تُبع خط هم راوړے دے نو ابو ليلى هک پک حيران شو او وې ويل هو يارسول الله ص خط مې راوړے دے نو زر ئې دخپل جيب نه خط وويستو او انحضرت ص ته ئې ورکړو او ورته ئې وويل چې راته ولوله

    کله چې حضور د تُبع خط واوريدو نو درې ځله ئې وفرمائيل، مرحباً باالاخ الصالح، مرحباً بالاخ الصالح، مرحباً بالاخ الصالح زما صالحه وروره ښه راغلې په خير راغلې نو انحضرت ص بيا ابو ليلى ته وويل چې تۀ بيرته يثرب ته لاړ شه انشاء الله مونږ به هم په دې نژدې ورځو کښې درشو

    بى بى عائشه رض فرمائيلى دى چې تاسو تبع ته بد مۀ وايئ ځکه چې دے صالح او نيک انسان تير شويدے او کعب بن الاحبار رض فرمائى چې تبع دپاچا هانو لۀ جملې څخه يو پاچا ؤ

    هزار بار بشويم دهن به مشک وگلاب
    هنوز وصف توگفتن کمال بى ادبيست
    خوشم که راحت جانم محمد عربيست
    هميشه ورد زبانم محمد عربيست
    محمد عربى که آبروى هر دوسراست
    کسيکه خاک درش نيست خاک برسر اوست
    اللهم صلى وسلم وبارک على سيدنا محمد وآله وصحبه اجمعين

  2. #2
    *KHAN*JEE*'s Avatar
    *KHAN*JEE* is offline Advance Member+
    Last Online
    14th January 2021 @ 05:22 PM
    Join Date
    09 Apr 2009
    Location
    .*'""*JaNNaT*""
    Gender
    Male
    Posts
    23,576
    Threads
    649
    Credits
    91
    Thanked
    1618

    Default

    Dair kha...Dair Alaa
    Do What is Right, Not What is Easy ...

Similar Threads

  1. Replies: 4
    Last Post: 26th December 2014, 06:10 PM
  2. Replies: 10
    Last Post: 23rd April 2013, 07:51 PM
  3. Replies: 7
    Last Post: 5th November 2011, 03:44 PM
  4. Replies: 5
    Last Post: 22nd July 2008, 11:42 PM
  5. صدقه كي فضيلت اور اداب
    By aliali in forum Islam
    Replies: 1
    Last Post: 10th May 2007, 09:50 PM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •