جـــنــت

چـــې پــښـــتـو دوزخــی بـــولــی مـخ ئی تور دی

پـــه پـــښـــتـون بــانـــــدې حـــرام د دوزخ اور دی



دوزخـــــی ئــــی پــــه ویــلــو جـــــنـــتـــــی شــــی
د پــــښـــتــو ژبــــی جــــنـــت کـې کــلــی کـور دی





د ســــــــتور



دا د ســـتور دی چې لــومــړیÂ پــــیـژنــــد د ځـان شي

پـــس لـــه هــغی بــیاÂ پــیـژنــدÂ دÂ نــــور جــهان شــي



چـــېÂ پـــخــپـلـهÂ پـــــښـتوÂ ژبــــهÂ لــــیکلÂ نـکــــړی

دالـــــیکــوال دی دÂ نـا لــــوســتيÂ نـــهÂ قــربــانÂ شي



د زړه زور



چـــې ســـوزیـــږی دا خــــو ســـتـا د عــــشــــق اور دی

پــه تـــا بــانــــــدی د وطـــــن دÂ مـــیـنـــیÂ تـــــــور دی



شـــوی بــــــوډا خـــــو لاس له مــیـنی دی وانــه خــست

ســــتوری وایـــه ســــتـا پـه زړه کــی څـومــره زور دی





ژونـــــد



د پـــښــتون ژونـــد پــه پـښـتـو بــانــدې پــتـمـن دې

بـــــی پــــښـتـو چــې شــی لایــــقـه د کــــــفـــن دې



چې پــــښــتـون وی بې پــــښـتـو ژونـد کوی نه شی

ســتـوری وائــی پـــښـتـو سـا او پــــښــتـو تــــن دی

شـریک کــور



زمــونــږ مــلک د ګــڼ قــا مــونــو شـــریــــک کـور دی

پـــدی مــلک کـی هـــر یــو قـــا م د بـــل قــا م ورور دی



د خــپل شــمــېر په کــچ حــق هــر قـــام تــه پــــکار دی

هــسی نــه چـــې د یــو تــش د بـــل ډ ک شــــکـــور دی







د پــښـتـونــوالــی حــس



چـې مـیـن څـوک پـه وطــن وي تــری نــه زار شـم

چـې د قــام پــه درد درمــن وي تــری نــه زار شــم



چــې ئــی حـــس د پـښـتـونـوالــی وي پـه زړه کــې

کـــه زمــا د ســـر دښــــمـن وي تــر نــه زار شــــم







د پـــښـتو ســندری





زار دیÂ شـــمÂ قــــلـمه د پــــښـتــو ســـــندری لــــیکـــه

بـیاÂ د پــښـتـونـــخــوا دÂ ســــرد رو ســــندریÂ لـــیکـــه



زه خـــپله ټـــپه پــخــپــل ربــاب کـــی غــــږول غــــواړم

سـاز پـه یکه زار اوÂ یـــهÂ قـربـان شـروع کـول غــواړم

زه قـــا مـی وحـــد ت پـه زور د مــینی جــوړول غــواړم

مــا تـه د خــپل قــا مÂ د نـــنـګیــالـــو ســـــندری لــیکــه

زارÂ دیÂ شــــمÂ قــــلـمه د پـــښـتـوÂ ســـــندری لـــیکــه



زه د ژونـــدون نــاوی خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم

زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونــوالــیÂ ویـــښول غــواړم

زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پــښتو لـــوستل غــواړم

مـــاتـه د خــــپل کلـــــی د حـــجــــرو ســــــندری لــیکــه

زار دی شـــمÂ قــــلـمهÂ دÂ پـــښـتوÂ ســــندریÂ لـــــیکــه



زه تـا نـه قــلـمهÂ تـــیرهÂ تــــورهÂ جـــــوړول Â غــــــواړم

تـا تـه د خـــوشــحـال نـیـکه پــټکی پـه سرول غـــــواړم

لاره مـی پــښـتو دهÂ د پــښـتو پـهÂ لارهÂ تـلـل غـــــــواړم

ســـتـوری تـه د ژونـــد دÂ پــــسرلـــوÂ ســنــدری لـــیکه

زارÂ دیÂ شــــمÂ قــلـمهÂ د پـــښـتوÂ ســــندریÂ لـــیکــــه







ګــــونـــګــــــه مــیــنــه



ســوی جـــل وهــلـــی د ازاد ژونــد ګــــل دری دې

ځـه چـې ځو جانـانـه دلـته ګـرانی زمـونږ شـپـی دې



دلــته چې اوسـېـږی څـوک بـد تـه بـه تـل ښـه وائـې

دلــتـه چې ګـړېـږی څــوک خـــپـلـه ژبـه نـه وائـــې



دلـتـه ازاد ســـوچ تـه ودریـــدلـــی غـــرغـــری دې

ځـه چـې ځو جانـانـه دلـته ګـرانی زمـونږ شـپـی دې



دلــتـه دی رانــډه مــیـــن، نــه ویــنـی د یــار ښــکلا

دلته دی کـاڼـه مـیـن، نـه اوری د بـنـګـړو شرنـګـار



دلـــتـه مـــیـــنـه ګـــونــګــه ده هــسـی اشـــاری دې

ځـه چـې ځو جانـانـه دلـته ګـرانی زمـونږ شـپـی دې



ســتـوری وائـې دلــته د پـښـتـون بـلـبـل چـغـار نشته

شـیـخ او پـه زاهـد بـانـدې بـاور او عــتــبـار نـشـتـه



خـوری حرامی غوښي خو په لاس کې ئې تسپی دې

ځـه چـې ځو جانـانـه دلـته ګـرانی زمـونږ شـپـی دې

----------------------

تـــاریـــخ



تېر چې شـو تـاریـخ شـو خـیال د نــن او د سـبا کـوه

هـر کـار د مــلـــګـــرو او مـشـــرانـو پــه سـلا کـوه



پـنـد واخـله تـاریخ نه څه چې تېر شو بدلېـدی نه شي

اوس بـه څـه کـوی ددی پــوښـتـنـي نـه بـــیـنـا کــوه



نـه دي ژونـدي شـوی چــیـرتـه مــړی په ژړا باندې

مــــړي دی خــدای وبــخـــې مــړو تـه دوعــا کــوه



پـام کـوه پـه نــوی کــول چـې دا ګـلان تـالا نـه شـي

هـر څـه چـې کـوی سـوچ د ژوندون د پرمخـتیا کوه



خـپـلـو هــېـره کــړیـــده د حــال ئـې نــا خــبــره دې

لـږ شــانـی تــپـوس خو د پـښـتـو او پـښـتونخـوا کوه



پـوهـه دی څـراغ که چې د ژوند تیاری روښانه شي

ســتـوری د اسـمـان شـه لانـدې ځـمـکـې ته رڼا کوه



د عــشــق بــــرخــه



د ســـړو ســـره چـــې کــــیـنـی، ســــړی کــــیــږی

هــر مـجـلــس لــری تـاثــېــر، کـه څوک پـوهـیـږی



چـې خــدای چـالـــره احــسـاس د مــیـنـی ورکـــړی

نـــو ئــې زړه بـــیـا د جـانـــانــه نــه صــبــرېــــږی



زه دنــیـا کــې ، تــه عــقــبــا کـې جــانـان غـــواړي

شـیـخـه ســتـا او ځــمــا کــلــــی کــلــه کـــــېـــــږي



ځــــمـا عــــشــق حــقـــیــقــی، ســتـا مــجــازی دی

حــقـیــقــت کــلــه مــجــاز ســــره ســـــمــــېـــــږی



د عــشــق کــار کــې د هــر چــا ده بــیــلــه بــرخـه

د چــا ســـــتـوری دی تــــیــاره، د چــاځــلــېـــــږی







ځـــوانـــی



ځــــــوانــی ښــــه وخــت دی پـــه ژونــد کـــی د انــسان

هــــم ئـــیÂ ښـــــځیÂ خــــــوښـــویÂ هــمÂ ئــیÂ نــــران



پـــد یÂ Â کــلــیÂ کیÂ زمـــونــــږÂ یــــوهÂ بــــــــو ډۍÂ وه

دزړهÂ حـــا لÂ ئــــیÂ راتــــهÂ دا رنـــــګÂ کــــړÂ بـــــیان



بــــوډۍ ویـــل چــې مــی ځـــوانــی زور د ښــا یــست و

بــــیÂ تـــنـخــــواÂ مـیÂ شــــازلـــــیــمانÂ و نـــوکــــران



اوس چـــې عـــــمــر وخــــوړم، ځــــوانـــــی مــــی لاړه

رانـهÂ تـــښـتـــــیÂ کــــــنـــډ والــــوÂ کـــــیÂ بـــــلا ګــان



ښـــا یــستÂ نـــهÂ شــــتهÂ تــــوانÂ نــــلــرمÂ دÂ مـــیــنـی

خــولهÂ کــنــډ اســـه ، ملا می کـړوپـه، ســپـن ویــښـتان



مــــا ل دولـــــت او پــوهــــه څــه کـــړم چــې لـــرم ئــی

اخـــستیÂ پــری ښـــا یــستÂ نــهÂ شـــــمÂ پــــهÂ جـــهان



د ځــوانیÂ پهÂ قــــــد ر پــوهÂ شــــوم چـې شــوهÂ تـــیره

د ځــوانــی دÂ وخـــتÂ ډ یــــرÂ زیـــا تÂ کـــــومÂ ارمــان



مــــــنمÂ داÂ خــــیـا لÂ لــهÂ ارمـــا نـــهÂ پـــیـــداÂ شــــوی

چـې جــــنـت کـــی بـــه هـــر تـــن وی عـــمری ځــــوان



بــــس داÂ تـــــمـهÂ کـــــومÂ ســـــــتوریÂ اخــــــرت کـــی

چېÂ دوبــار مــــی ځـــوانــیÂ مـــلÂ شــی د خــپـل ځــان





د مینی مـضمون



ګــل مـــی بــــویــــولـــــو چــــې ګـلــګـــــون شـــــومـــه

مــــیــنـه مـــی کـــــو لــه چـــې مـــجـــــنــون شـــــومـــه



زړه چـــــې مــی دا ســـتا پـــه مـــیـنه بــــند شــــــولــــو

پـــــوه هــــــلـــه د مـــینی پـهÂ مــــضـــمـونÂ شـــومــــه



ستا ښکلی حـــجــری کـــی چـــې مــــیÂ شــــپهÂ وکـــړه

ویـــښ شــومـــه ، بـــیدار شــومه ژونــــد ون شـــومــه



ســــتـاÂ دÂ کـــلاÂ ګـــــو ډÂ پـــــوریÂ نــــنÂ درغـــــلـــــم

تـــــه چــــې مــــی ونــه لـــیــدی راســـــــتــون شــــومه



ســــتـوری د پـــــښــــتـو چـــې مــی مـــلــګــــری شــــو

نــــر شـــــوم مـــیړنــی شـــومــه پـــښــتون شـــــومــــه