ستا په عشق کښي له ډير غمه پريشان يم
کړم ښکاره چا ته د اسيري او ناتوان زړه

ستا د غم په تيره تير باندي زخمۍ دي
ژاړي ستا په غم کښي هر وخته نادان زړه

ستا وړې وړې خندا باندې غلط شو
دام کښي راغلو نا خبره پريشان زړه

د ژوندون نوې غور ځنګ پکښې پيدا شو
چې اوچت کړلو په مينه مې جانان زړه

ستمونه که هزار ځله پرې اوکړې
بې پرواه دي له هر څه نه بې پايان زړه

د حفيظ خوبونه ورک په هغه ورځ شو
چې زخمۍ ئي کړو د مينې په ارمان زړه