هغه چې له کلينک نه راووتو نوډير خفه ؤ دهغه غټ پټ بدن رعب وجلال اودنګه لوړه ښکلې ځوانى دهغه مخې ته لکه د اوبو ځګ ودريده هغه داسې محسوسه کړه لکه چې دهغه د شخصيت جادو ى اثر يوه چوف سره ناڅاپه ختم شوے وى دهغه دروند وجود دهغه تر خپلو پښولاندې خنې خنې شوى وى دکلى په لار دهغه پښې ارجل برجل کيدې ټول بدن ئې رپيدو لکه ګوزن چې يرې لګيدلے وى . ناڅاپه دنغارو باجو اوکنګرو ګانو شړنګار دهغه په غوږونو ورننوتو . داڅه دلاسونو ګوتې له ميز سره ټنګوې سم ميدان ته راووځه چې پته دې ولګى . دې خبرې سره ديره کښې ناست کسان په خندا شول دمسعود غږانګازې دهغه غوږونو ته راتلې اوپکښې لکه دتيرو څومبو چوکه کيدې هغه خپل لړزاند لاسونه په غوږونو کيښودل .
په فرازى دمسعود خبره ښۀ ونه لګيده فرازى ورته ستغ ځواب ورکړو . ولې دا زۀ درته له ډم دذاته ښکارم : ټول خلق دفرازى په دې جواب حيران شول دفرازى خبره په ځائې وه هغه له اصله ډم نه ؤ خو ناسته ولاړه ئې له داسې خلقو سره وه کوموته چې خلق په ټولنه کښې په ښه سترګه نه ګورى د هغوى کړه وړه نورو وګړيو بر عکس وى اوپه مخ ئې دومره پوډر مښلى وى چې څرمن ئې خپل طبيعى رنګ هم اړولے وى د فرازى له داسې وګړيو سره اشنايۍ وې نوځکه دهغوى څه لږډير خويونه هغه خپل کړى وو هغه چې په خپله هرڅه کول ځان به ورته بدنه ښکاريده چې دچا ډولۍ به په لار تيريده د دۀ زړۀ به په ټوپونو شو او ناڅاپه به ئې دډولۍ مخې ته نڅاپيل کړه نابللے به ئې دچاښادۍ کښې ځان ګډ کړو خو چې په ډک محفل کښې به ترې چا دنڅا غوښتنه وکړه نو تندے به ئې ورته تريو کړو اوستغه خبره به ئې ورته وکړه ځکه خو ئې دمسعود پروا هم ونه کړه اومخامخ ئې ورته دخبرې ځواب ورکړو وګړى دفرازى په دې جرات حيران وو .
مسعودچې دهغه په مخ کښې خلقو سترګه نه شوه رپولے فرازى غوندې بې موره بې پلاره هغه ته ستغ ځواب ورکړو مسعود د کلى نواب ياخان نه ؤ خو بيا هم دفرازى نه په مال حال او حيثيت کښې اوچت ؤ اوبله دا چې هغه دغټ پټ وجود څښتن ؤ غاړه کښې به يې پرغاړه پرته وه کاش به ئې دخامتا په څادر پټ کړے ؤ د غاړه کۍ په سوريو کښې به ددرې څلورو کارتوسونو سرونه ښکاريدل چې پلنه سينه به ئې پرې نوره هم رعب داره ښکاريده دې سره دهغه دګرځيدو انداز راوتې سينې او اوږده اوږده پلونه لکه دګرځيدو په وخت چې ئې دسينې او دپښو دپلونو مقابله وى د هغه دروند وجود او کړو وړو نه به وګړيو ويره کوله نوپاتې لا هغه ته په خله سوکونه ورکول ځان دزمرى په خله کښې ورکول وو او فرازى په دې يوه خبره ځان په رښتيا دزمرى په خله کښې ورکړو په دغه ساعت خدائې مسعود داسې ړوند کوڼ کړو چې فرازى ئې لږ وهم نه سکونډو . فرازے له خبرې سره په يوه شغ له ديرى ووت مسعود دبړيڅى ورپسې پاڅيدل خومسعود ورته سمدواره دناستې نغوته وکړه مسعود يو اوږد اسويلے وکړو لکه چې هغه فرازى ته اوږده ساه راښکلې وى وګړى دمسعود په دې چلند ډير حيران شول .
وګوره فرازے ترې خلاص شو خلې نه ئې ورته کوړنج هم ونه ويستو . مسعود خپل سر په دواړو لاسو نيولے ؤ دوګړيو داګنګوسى ئې اوريدې . پنجابے سړےدے مخامخ ورته څه نه شو وئيلے ګورو چې .... مسعود دپنجابى ټکى له اوريدو سره زر پاڅيدو وګړى ناببره غلى شول مسعود ديرې ته وکتل ددې دمعلومولو هڅه ئې کوله چې داخبره دديرې له کوم ګټ نه دهغه غوږونو ته دهوا څپور راورسوله سمدواره هغه ته دخپل نيکه انځور مخې ته شو کوم چې دکور په غټه کوټه کښې په يونوى چوکاټ کښې لګيدلے ؤ .
غټه پګه ئې په سر دشونډو په سر ئې سپين بريت بره تاو شوى وړه ږيره دسپينې لټې نه جوړقميص ئې په غاړه برګ بروګ لنګ ئې وهلے صحيدارې پڼې ئې په پښو وې چې زيړو تارونو پرې پړک وهلو دانځور لاندې په يوګټ کښې دالله وسايه خپل لاسليک ؤ . الله وسايه دپنجاب ديوکلى اوسيدونکے ؤ غريب ؤ ځکه به هروخت په مزدورۍ پسې سروهلے بروهلے ګرځيدو خدائې د هغه رزق دپښتنو په سيمه کښې ليکلے ؤ دکلى يوخان دهغه نيستى غوڅه کړه ډير پرې مهربان ؤ ژوند ئې ورته ښائسته کړو ټبر ئې ورته جوړکړو په دووکسو کښې وشميرل شو په جرګو مرکو کښې دناستې شو . ناڅاپه په لاره مسعود تيندک وخوړ لکه چې ورته اوس خپل حيثيت معلوم شوے وى خودهغه دمصنوعى حيثيت اودرعب و جلال په ولقه کښې ټول کلے داسې ښکيل وو چې چاترې هم رپ نه شووهلے اوچې کله په ښکاره ورځ دمسعود بړيڅو دفرازى دکور عزت دهغه وړاندې سرتور کړو نوپه کلى دمسعود دبدبه اوويره نوره هم خپره شوه ټول وګړى بې حسه وو چا هم دظالم غړى ته لاس نه شو اچولے خودمسعود خپل احساس دهغه مرۍ ته زندۍ واچوله هغه چې دکلى کچې لارې ته نزدې شو نوله لرې نه ئې دفرازى غږ واوريدو .
لاسوته بنګړى واچوه پښو ته ګونګرى وتړه ها،ها،ها ته ځان ته سړے وے ، تۀ نه سړے ئې نه سړے . ها هاهاها. هغه په غوږونو لاسونه کيښودل اوله کلى نه وتښتيدو ځکه چې هغه کښې داځواک نه ؤچې دکلى په دې خاوره خپل تخم وکرى
Bookmarks