Results 1 to 2 of 2

Thread: د طائف سفر

  1. #1
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default د طائف سفر

    دابوطالب دانتقال نه وروستو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ډير اذيتونه او تکليفونه ورسولے شو دکومو همت چې قريشو دابو طالب په ژوند نشو کولے. يو ځل ددوى صلى الله عليه وسلم په سر مبارک خاوره هم وغورځولے شوه کله چې ددې اذيتونو سسله اوږده شوه او دمشرکينو او کفارو داسلام نه نفرت، داسلام ناقدرى او ورته په سپک نظر کتل زيات شو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم طائف ته دتلو اراده وکړه. ددوى صلى الله عليه وسلم نيت داؤ چې ثقيف قبيلې ته داسلام دعوت ورکړى، او مدد ترې وغواړى. ددوى صلى الله عليه وسلم دطائف دخلقو نه د خير اميد ؤ او په دې کښې دتعجب څه خبره نشته ځکه چې ددوى صلى الله عليه وسلم دتى رودلو ورځې دبنى سعد په قبيله کښې تيرې شوې وې چې طائف ته نزدې اباده وه

    د طائف اهميت
    دطائف ښار دخپل اهميت دابادۍ په خوروالى او خوشحالۍ کښې دمکې نه پس په دويم نمبر باندې ؤ. په قرآن پاک کښې دقريشو دخُلې دې خبرې ته اشاره شوې ده.

    (( او دائې هم ووې، چې دا قران ددواړو کليو(مکه او طائف) نه په يو لو لوئې سړى ولې نازل نۀ کړے شو)) ( زخرف ٣١)

    داښار دمشهور بُت ((لات)) دعبادت مرکز ؤ. چرته چې به خلق باقاعده دعبادت دپاره راتلل په دې خبره کښې دې دمکې ملګرے ؤ کوم چې دقريشو دټولو نه دلوئې بُت ((هُبل)) دعبادت مرکز ؤ اميرانو او مالدارې طبقې به دلته ګرمى تيروله په اسلامى عهد کښې او دې وروستو هم دې ښار ته ډير اهميت حاصل ؤ

    اموى شاعر عمر بن ربيعه وائىتشتو بمکه نعمه ومصيفها باطائف

    دطائف خلق دجائدادونو او زمکو خاوندان ؤ د دوى ډير لوئې لوئې باغونه او کروندې وې دې دولت او خوشحالۍ په دوى کښې غرور او نازونخرې پيدا کړې وې او دوى ددې ايت مصداق او نمونه وؤ

    (( او مونږ هيڅ يو کلى ته يو ويرونکے نۀ دے ليږلے مګر دهغه ځآئې خوشحالو خلقو ووئيل چې کوم څيز تاځان سره راوړے دے مونږ دهغې قائل نۀ يو او دائې هم ووئيل چې مونږ ډير مال اواولاد لرو او مونږ ته به عذاب نۀ شى راکړے کيدے )) (سورة سبا ٣٤_٣٥)

    د طائف د اوسيدونکو سلوک او د حضور ص دُعا
    کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم طائف ته راغلل نو دټولو نه اول دثقيف قبيلې سردارانو او ذمه وارو خلقو ته لاړل دهغوى سره کښيناستل، پاسيدل او دين حق ته ئې راوبلل ولې دوى صلى الله عليه وسلم ته ددې ډير ناکاره او سخت جواب ورکړے شو. دوى په رسول الله صلى الله عليه وسلم پورې ټوقې هم وکړې او دښار غنډه ګان او مريان ئې ددوى صلى الله عليه وسلم په تنګولو مقرر کړل دې خلقو به دوى صلى الله عليه وسلم ته کنځل کول شور شغب به ئې کولو او دوى صلى الله عليه وسلم به ئې په کاڼو ويشتل ددې بې کسۍ او درد په حالت کښې دوى صلى الله عليه وسلم دپناه اخستو دپاره ديوې کجورې دسيورى لاندې کښيناستل په طائف کښې چې څومره دوى صلى الله عليه وسلم تنګ کړے شو. دادمکې دمشرکينو دايذا رسانۍ نه زياته وه دې خلقو دلارې دواړو غاړو ته خپل سړى ودرولى وؤ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې به يو قدم هم وچتولو نو ديو اړخ نه به په کاڼى ويشتلے کيدو تر دې چې ددوى صلى الله عليه وسلم دواړه پښې مبارکې په وينو ککړې شوې په دې وخت کښې ناساپه ددوى صلى الله عليه وسلم په خُله مبارکه او زړۀ باندې دادعا جارى شوه او دوى صلى الله عليه وسلم دالله تعالى نه دخپلې کمزورۍ، بې سروسامانۍ او دخلقو په نظر کښې دځائې نۀ لرلو فرياد وکړو او دخدائى پاک مدد او تائيد ئې په دې الفاظو کښې وغوښتو

    ترجمه :: اے لويه خدايه! دخپلې کمزورۍ، خپلې بې سروسامانۍ، او دخلقو په نظر کښې دخپل سپکوالى په باره کښې ستا دوړاندې فرياد کوم، تۀ دټولو رحم کوونکو نه زيات رحم کوونکے ئې. دوروستو پاتې او عاجزانو مالک تۀ ئې، او زما مالک هم تۀ ئې ما چاته سپارې آيا هغه نا اشنا تريومخى يادښمن (څوک چې زما په کار قابو لرى) تۀ مې سپارې؟ کۀ تۀ په ما غصه نۀ ئې نو بيا ماته ددې پروا نشه ولې ستا عافيت او سلامتى زما دپاره ډيره پراخه ده زۀ ستا دذات په نور پناه غواړم. د کوم نه چې ټولې تيارې رڼآ کيږى او ددنيا او دين کارونه په دې جوړيږى چې ستا غضب په ما نازل شى يا تۀ زما نه نارضا شې ماته ستا خوشحالى او رضا پکار ده او دنيکۍ کولو يا دبدۍ نه بچ کيدو طاقت ماته ستا داړخ نه راکړے شويدے

    په دې موقع دوى صلى الله عليه وسلم ته الله تعالى دغرونو فرښته راوليږله او دې ددوى صلى الله عليه وسلم نه ددې خبرې اجازت وغوښتو چې دابه دغه دواړه غرونه (دکومو په مينځ کښې چې طائف دے) يو ځائې کړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمائيل، چې نه، زۀ اميد لرم چې ددوى په اولاد کښې به څوک داسې پيدا شى چې ديو خدائى عبادت به کوى او هيڅوک به ورسره نۀ شريکوى

    کله چې عُتبه بن ربيعه او شيبه بن ربيعه ددوى صلى الله عليه وسلم دا حالت وليدو نو زړۀ ئې لږ غوندې نرم شو او ددوى دانسانيت په رګ کښې لږ غوندې حرکت پيدا شو دې دواړو خپل يو نصرانى غلام راوغوښتو نوم ئې عداس ؤ او ورته ئې ووئيل چې دادانګور غونچې واخله په يو تالى کښې ئې کيږده او دې سړى ته ئې يوسه او ورته ووايه چې داددۀ دخوراک دپاره دى عداس په دې خبره عمل وکړو او درسول الله صلى الله عليه وسلم خبرې اترې ئې واوريدې او دهغوى کريمانه اخلاق ئې وليدل نو مسلمان شو

    رسول الله صلى الله عليه وسلم چې دطائف نه مکې ته واپس شو نو ددوى صلى الله عليه وسلم قوم ددوى صلى الله عليه وسلم په مخالفت، دښمنۍ او په دوى صلى الله عليه وسلم پورې ټوقو کولو او ضرر رسانۍ کښې هغه شان سرګرم ؤ

  2. #2
    *KHAN*JEE*'s Avatar
    *KHAN*JEE* is offline Advance Member+
    Last Online
    14th January 2021 @ 05:22 PM
    Join Date
    09 Apr 2009
    Location
    .*'""*JaNNaT*""
    Gender
    Male
    Posts
    23,576
    Threads
    649
    Credits
    91
    Thanked
    1618

    Default

    Dair Zabar10...
    Do What is Right, Not What is Easy ...

Similar Threads

  1. Replies: 16
    Last Post: 3rd February 2017, 10:57 AM
  2. صدقہ فطر اور اس کے مسائل (حافظ محمد زبیر راز&#
    By ZubairRazi in forum Ramadan Kareem رمضان كريم
    Replies: 3
    Last Post: 14th June 2014, 02:17 PM
  3. Replies: 39
    Last Post: 10th March 2011, 04:43 AM
  4. Replies: 5
    Last Post: 8th December 2009, 05:50 PM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •