Page 7 of 4749 FirstFirst ... 4567891017571075071007 ... LastLast
Results 73 to 84 of 56981

Thread: *******(Hujra)*******

  1. #73
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    salam toolo ta
    pela kho ze sikandar ror ta wayum ch mung kho daliy hujre ta razo yar
    qasim pa Allah che tool ba tas was kam sook ch pa hujre rowana wal kho re.
    okan yar da kh da da pukhtanoo hujra da yaranoo
    Honest prayer from the heart has great power

  2. #74
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    [SIZE="6"ya halak sikander khyal kwo ch khabar da cherge masharanoo ta oo na base ,mung kho da hujre khedmad kar ye yar khokam kawa tabedar you,[/SIZE]

  3. #75
    Join Date
    09 Nov 2005
    Location
    @itdunya.com
    Age
    39
    Gender
    Male
    Posts
    20,633
    Threads
    1118
    Credits
    28,335
    Thanked
    4779

    Default

    halakaa toloo taa zamaa dee taraf naa Salamoona,

    Deeeer Khlee thread deee,.....zeh mananaa gwaaraam chee tar ossaa poree dalataaa nawoo raghaleee,..........khooooo dedeee domraa kholeeeee thread deee katoo naa passss mee aredaaa ookraa cheeee roozaaanaa beh delata chakar lagawooom, aur tasoooo toloo saraaaaa bee zaroor molaaakaaat kawoom,

    Talooo dee toloo dee daltaa ratoloooo deeraa deera manannaaa......

    Afridi

    Click Here to View All My Important Threads (Afridi)

    وتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ
    اور تو جسے چاہے عزت دے اور جسے چاہے ذلت دے۔
    Pakistan Zindabad


  4. #76
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    deer manan sir staso pa rat lo pande,
    da sher staso dapara

    بے نياز څه خبر له نازه چه ناز څه وی
    ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما که

  5. #77
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    zama rorono z ye thread pa hujra ke share kom umad laram chi taso baye khwa kha way,

    پښتانۀ بائید څه وکړی؟

    هسې خو د سوؤنو کالو راسې د پښتنو په وطن د وینو رودونه بهیږی،او د مودو راسې د لکهونو پښتنو قتلېدلو ، د کورنو او کورنیو بربادېدلو دا شخړه په تسلسل سره راروانه ده۔

    خو په دتیرو دیرشو کالو کښی په کوم کچ چه د پښتنو په وطن د اور او وینو سیلاب راغلې دے، د هغی مثال په تاریخ کښې نه موندلې کیږی.
    د دغه ورانۍ او تباهۍ اسباب هر چا ته معلوم دی ،خو مونږ ټولو سترګې پټې کړې دی ۔

    د بده مرغه په دا خاوره د شروع نه په خپلو کښی بے اتفاقی، ذاتی انا، او د اغیارو سازشونو ، د ملی او قومی وحدت،امن او سوکالی جرړې پرې کړې دی.
    او دا چه مونږ پښتنو د خپل ذاتی مفاد نه پرته د قوم د ابادئ او سوکالئ د پاره هېڅ قسم اجتماعې فکر او تدبیر د پاره څه ګام پورته کړې دے .

    په انسانی تاریخ کښې وخت په وخت د نړی په بیلا بیلو برخو کښې د قومونو په مینځ کښې داسې قسم شخړې او کړکیچونه رامخ ته شوی دی ، خو د څو مودې کشمکش نه وروستو بیا خلقو په شریکه د دغه شخړواو کړکیچونو څه حل یا لاره راویستلے ده چه په کښې د قوم د اجتماعی خیر ښیګړی او قومی جوړښت ته اولیت ورکړې شوې دے ۔
    او نن هغه قومونه د ژوند د خوشحالو نه خوندونه اخلی ۔

    د بده قسمته پښتون وګړې د اجتماعی فکر او ملی وحدت د سوچ او فکر نه خالی دے۔
    زمونږ په مینځ کښې داسی نفرت راغلے دے چه د قوم اجتماعی مفادات خلقو په سیند لاهو کړی دی او د ځان او خپل سرخیر یې غوښتے دے . خو افسوس چه دا حالات اوس دومره تراخه شوی دی چه پکښې د وګړی د خپل سراو مال خیر هم پاتے شوے. نه دے.

    دلته کله ملا راپسی او د دین په نامه خپله حکمرانی جوړاول غواړی ،او کله قوم پرست راپاسی د ملا په زد خپل سیاست کول غواړی۔

    مونږ غواړو چه هر سړے ، څوک هم چه په سېاست پوهېږې رامخ ته شې او د قوم او اولس د خېر ښیګړی د پاره د سېاست وکړې اېا که هغه د دېن راوستلو په بنسټ وې ېا که د قوم پرستې ېا بل وطنې دود دستور په اړه وې ، خو چه د نفرت نه ازاد په ډیره مینه د خپل نسل د بقا او خوشحالئ د پاره کار وشې د وطن د ترقئ د پاره ګامونه پورته کړے شی۔

    که مونږ فکر وکړو نو هر مذهب د امن او صلح د پاره راغلې دې ،خو هر کله چه په مذهب کښی د خپل ذاتې مفاداتو د دوکان سامان خرڅول شروع شې نو بېا عام وګړې څه وکړې؟او کومه لاره خپله کړی؟

    که مونږ وګورو نو پښتون وګړې کله د مذهب په نوم وهل خوری او کله یی اغیار د انسانی حقوقو او معاشرتې او کلتورې ازادئ په نوم راکاږې او څوک ورته د قوم پرستې خبرې کوې۔
    اوس په داسې حال کښې عام پښتون وګړې ګنګس شوې دے چه اخېر زه په کومه لاره روان شم؟او د چا ومنم چه جنت هم خطا نه شی اوخپله او د بچو خیټه مې هم ډکه شی.

    او بېا چه په دېن کښی فرقے او په قومېت کښی طبقاتې لاندے باندے وګورې نو د اجتماعې فکر فقدان را شی او دقومی فکر نه غافله شی او د ځان په فکراخته شی ۔

    داسې مذهب یا دین به څوک څنګه خپل کړی چه پکښې د وینو او شخړو نه ختمیدونکے سلسلې روانې وی۔ یا داسی قوم پرستو سره به څوک څنګه تګ وکړی چه پکښې د مذهب او نظریاتو په زد کار روان وی۔او څه ښکاره او جوت منشور نه لری ۔

    اوس چه مونږ په ېوشتمه صدئ کښی ژوند کوو نو پکار دا ده چه ځان د دېن او دنېا په سېاست پوهه کړو او د دېن په مفهوم او د قومې او معاشرتې ترقئ په اصولوخپل ځانونه خبر کړو۔
    تر څو پورې چه خلق د مذهبې او قومې وحدت په حقله باشعوره شوې نه وې ،دا جنګ او قتال به روان وې۔

    که مونږ لږ ساعت د پاره دا فکر وکړو چه زمونږ وطن ولې وران وېجاړ دے؟

    او زمونږ نسل ولې تباه او برباد دے؟

    د ټولے دنېا خلقو د خپلے برخې وطن ولے ساز کړې او جوړ کړې دے؟

    او مونږ ولې وران وېجاړ پرېخولې دے؟

    ځواب یې بیخی اسان دے.
    او هغه دا چه زمونږ اسلافو د جنت او اخېرت په غم کښی د دنېا ټول کارونه شا ته اچولې وو۔او د ائینده نسل فکر یې خوشې کړې وو.
    که چیرے زمونږ اسلافو په دا دنېا د خپل عمل په زرېعه د اخرت سره سره د راتلونکې نسل د بقا د پاره هم د خپلی برخی کار کړے وے نو نن به مونږ په شکمن مذهبې او کلتورې جنګونو او د جنت د جوړولو په فکر بوخت نه وو بلکه دا کار به مو د الله تعالی د رحم او کرم په امید د خپلې تقوی او بے غرضه عباداتو په وسیله پریخې وے ، او د راروان نسل د پاره به مو هم وخت لرلې وے. خو چه څه هغوئ کړې دې مونږ ېې هم په نقش قدم روان ېو. دغه سبب دے چه د دنیا په مخ د ټولو نه وروستو قام پښتون پاتې شوې دے.

    په ټوله نړئ کښې د خلقو مذهبې او کلتورې نظرېې شته او د مذهب او کلتور د پاره بے شکه چه وخت او انرجی پکار هم راولی،خو ورسره ورسره د خپل نسل د بقا او خوشحالئ د پاره هم د خپل فراېضو نه غافله نه دې ۔

    د نړئ قومونو د مذهب او معاشرت جوړښت او یوالے د ژوند د خېر ښېګړے د پاره په کار راوستلے دے۔هر وګړې ته ېې شخصې او مذهبی ازادئ وربخښلے ده۔

    د مذهبې نظام سره سره ېې د خپل وطن دود دستور هم د ملت د غوښتنو په اساس رامېځ ته کړے دے۔

    په دغه هېوادونو کښې مونږه اکثر د سېکولرزم کلمه اورو، او د هغوئ په هېوا دونو کښې د سیکولر پالیسئ نفاذ هم وینو ،نو مونږ وینع چه په دغه هیوادونو کښی مذهبې شخړے ډېرے کمې مخې ته راځې ۔

    اوس دا ځان پوهول پکار دې چه دا سېکولرازم څه شې دے او دا کوم نظام دے؟

    اېا دا د اسلامې نظام په زد کوم فکر یا نظریه ده اویا د کوم مذهب رد کوی او مخه یې نیسی؟
    او که د مذهب د پاره د ودې او پرمختګ کار کوې۔؟

    د سېکولرزم معنی و مطلب په یو هیواد کښې د یو مروج نظام د ننه ،هر وګړی ته شخصی او مذهبی ازادی ورکول دی.
    او د یو بل د مذهب او د کلتور احترام کول دی۔او د هر وګړی په شخصی ژوند کښې د دخل اندازئ څخه اجتناب کول دی۔

    څومره د ناپوهی خبره ده چه په اکثریتی اسلامی هیوادونو کښې مونږ د سیکولرازم غلطه معنی او مطلب اخلو۔
    کله چه مسلمانان په اقلیت کښې وی نو بیا د سیکولرزم یعنی مذهبی ازادئ خبره کوو۔ مثال ېې د هندوستان د اسلامې ګوندونو دے چه د هغوې منشور د اسلامی نظام راوستل نه دی بلکه د مذهبی ازادی (سېکولرزم) حق غوښتنه د ه ۔

    ځکه چه په اکثرېتې هندو مذهب هیواد کښی څوک څنګه اسلامې نظام نافذ کولے شې؟دپه داسې حال کښې په هند کښې د ټولو اقلیتونوبقا پهمذهبې ازادئ کښی ده، کوم ته چه په عامه ژبه کښی سېکولرازم وائې۔

    څومره عجېبه خبره ده چه کله چرته شاتم رسول ېا د الله منکر مخی ته راشې نو د هغه د قتلولو د پاره ځینی کسان ځان ته په خپله اختېار ورکوی، چه که دا کافر مو مړ کړو،نو جنت ته به لاړ شو او د اسلامې قانون هېڅ پاسدارې نه کوی۔او نه ورته دا معلومه ده ،چه د بل چا قتل د اسلامې حکومت په قضېت ،پس له څو شرائطو واجب کېږې ،خو دلته خلق مذهب د خپل ځان د پاره استعمالوی۔او هغه واقعات او حادثات یې د ذهن او فکر نه وتلې وې چه په داسی فعل به هغوئ په خپل او د مقتول په نسل څه اثر پرېوځې۔؟

    تارېخ ګواه دې چه د مذهب په نوم لکهونو خلقو د جهاد په شکل کښی خپل سرونه ورکړې دې او ځانونه ېے د شهادت په اعلې منصبونو فائز کړې دې۔

    اوس دغه شهېد په خپل فکر کښی صحېح کار کړی دی او بائد هر مسلمان د شهېدانو کارنامې وستائې او دا هم ومنی چه

    د الله سبحان وتعالې د دېن او د رسول الله درسالت د پاره سر ورکول د ېو دېنداره غېرتې مسلمان کار دې او د الله نه ېې د اجر توقع پکار ده خو مونږ په اجتماعئ او قومی توګه من حېث ېو قوم د دغه شهېد څه مدد کړے دے؟

    ما تر ننه پورې دا ونه لېدل چه د قوم شهېدان چا په صحیح توګه ستائېلې ېا ېې د هغوئ قربانې نمنځلې وی .
    د هغوې اولادو سره ېې اجتماعې امداد ېا کومک کړې وی ېا ېې چیرته د وطنې قوانېنواو دودونو تر مخه د هغوئ د پاره سپېځلې رسومات اجرا کړې وې۔

    اول خو مونږ ته خو دا هم معلومه نه ده چه دا شهېد په کومه کهاته کښی خپل سر ورکړې دے ؟

    اېا مال غنېمت ، ټوپک ،پېسوېا څه بل څه لالچ خو نه دې وژلی؟

    اېا د دغه شهېد په وېنه د چا سېا سې اهداف خو نه دې پورا شوې؟

    او د مذهب په نوم د شهېد وېنې د خپلو اسلامې نظرېاتو له پرته د وطن د حفاظت د پاره هم تویې شوی دی ؟

    ېوه بله خبره زما ذهن ته راځې۔
    چه څومره جذ به مونږ الحمدالله د خپل مذهب او دېن د پاره لرو او بې درېغه خپلو سرونه قربنی ورکوو ،اېا په دنیا کښی نور مسلمانان هم شته چه دومره جذ به لری؟او زمونږ په شان قربانی ورکړی؟
    او ایا زمونږ دغه جذ به د قدر په سترګه هم څوک ګورې او کنه؟او تحقیق سره د الله په نزد زمونږ د قربانئ دغه اسلامی جذبه قبوله هم ده او کنه؟

    او که مونږ په خپله ځان له دا فتوې ورکولې شو چه مونږ د ټولے دنیا نه ښه مسلمانان ېو؟
    او که داسی نه وې نو بائید چه په دغه خبره هم ځان خبر کړو چه د دنیا نور قومونه خو هسی هم په مونږه لوبې کوې خو اسلامې هېوادونه هم زمونږ دغه عملونو ته په ښې نظر نه ګورې۔

    هغوې مونږ ته مجنونان وائې۔د پاکستان د یو وزیر خبره چه بس فقط مونږه ته د اسلام د بیړئ اوچتولو کار پاتے شوې دے او د اسلام ټهیکه فقط پښتنو اخیستې ده؟،د نړئ د نورو مسلمانانو هیڅ ذ مه واری نیشته؟

    او زه پخپله ګواه یم ،چه ټول عربیان مونږ ته جاهل او مجنونان وائی ۔ د عمر زېاتره برخه ما په پردې هېوادونو کښې تېره کړه ۔ او لا تیریږی۔ټوله دنیا زمونږ نه هم په دې اساس نفرت کوی۔ او هیچا هم مونږ ته د دغه عملونه په سوب څه شا باشئ یا انعام و اکرام راکړو بلکه په اکثرو ځائیونو کښې راته مخامخ جاهل مطلق اوائیل.

    هغوئ وائی چه اسلام د امن او صلح مذهب دے او طالبان یا پښتانۀ چه د کوم مسلک یا مذهب د پاره دا قتل او قتال او د کورونه ورانول ویجاړول کوی دا هیڅ کله د اسلامی مذهب تعلیمات نه دی ۔ بلکه ممکنه خبره ده چه دا هر څه د بل چا داهدافو د پاره شائید کولې شی.

    زما په خیال د پښتون نسل د بقا او ترقئ د پاره نن ساعت ټولو پښتنو له په اجتماعی توګه په شریکه بے له څه سیاسی او مسلکی اهدافو دا فیصله پکار ده چه تر کومه د پښتون وګړی خپلواکی او د بقا او سلامتیا اهداف تر سره شوی نه وی او د یو روغ اوجوړ ملت وجود خدوخال سرګند شوی نه وی تر هغې پورې به خپل ټول مذهبی، مسلکی او قومی اختلافات لرې کړو او د امن او سلامتیا د پاره به په شریکه کار وکړو

    هر کله چه وطن جوړ شی،ملت روغ شی، خلق په خیټه ماړه شی ،او د خوشحالئ دور شروع شی،نو بیا به ځان او قوم له په شریکه د پرمختګ د پاره لارے ګودرے لټوو۔او د مضبوط ریاست د پاره د ټولومثبتو قوانینو که هغه اسلامی دی او که اساسی په شریکه د جوړښت او نفاذ ولو د پاره کار کوو

  6. #78
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    salamoona
    pakhtanoo wroonro nan saba che zamong pa watan sa woor lagidali da de ihsas da cha sara shata.da walee?
    har taraf ta monga mareego walee?
    ka sepahi dey aw ka talib hagha paktoon ? walee
    mong da cha jang shoroo karai dey?
    da cha sara ye sa jawab shata?
    nan saba pa toola paktoon khwa ke dasee kali na dey patee che pa woor ke lambee na wahi,,,,,,cherta waziristan,bajaor,banu,kohat,peshawar,jala aw os swat.
    [pashto][/pashto]څوک شته چي د پښتنو د ؤيني بی ځايه تويول بند کړي=]
    راځی چی سوچ او فکر آوکو چي دا ولۍ.ځمؤنږپه وطن دا چا سپيری سترګی لګيدلی دی

  7. #79
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    ya zale bia stso pa khedmant k ye mezdar shandi thread shar kom no razay che shoro kro,zama malgoro no khog shay,


    هسې خو زۀ وړوکے رالوئې شوم خو د ژوند خوشحالۍ ا و سوکالۍ مې ونۀ ليدې ځکه چې خوشحالى هله وى چې خپل وطن وى خپل کلے کور وى خو زما وطن وران او کور مې ويجاړ دے.

    دخپل وطن نه لرې د تورو غرونو شاته، دبل وطن په ميرو کښې د مسافرۍ شپې ا و ورځې پرمخ وړم. د پرديس په دې دوران کښې چا راباندې دخوشى کابلى اوازونه وکړل چا د شکربيس په نوم ونومولم. چا د ګلم جم په نوم ياد کړم او چا راته د خير ګرو په نظر وکتل خو ما دغه خبرې وانۀ وريدې ولې چې ما خپل غوږونه د وطن په لور ايښودى وو.

    زۀ ښۀ په دې پوهيدم چې دهر يو بم سره مې ټول وطن ړچيدو او ټول وطن به مې په سپينه رڼا ورځ د بارودو په لوګو کښې په توره شپه بدل شو.

    ما په غوږونو هغه ويرونه اوريدل چې زما ميندو خويندو به په شمارو او ماتمونو کښې وئيل:

    اے ګلالى شهيده زلمى تنکى شهيده

    ستا دبدن د پرهارونو نذرانه

    د ننګ په اور لوګى لوګى شهيده

    دې سره به زما سترګې هم راډکې شوې او چې نظر به مې کله ځير کړو نو په سخت ژمى کښې به مې د شين اسمان د لاندې دکاڼو او ازغو دپاسه د پلاسټک يوه خيمه ګۍ وليده چې په خيمه کښې به مې د يوې مور دا خبرې واوريدې:

    بابا دې تللے دے غزا ته رابه شى بيګاه ته

    تا ته به ميوې راوړى بچى په خروارو

    آلالو لالو بچے الالو لالو

    عجيبه غم دے عجيبه وير دے او عجيبه زړۀ دے چې نۀ چوى ولې چې همت د لوئې خداې پاک په لاس کښې دے چې د انسان هر غم ته زړۀ دومره غټ کړى چې عقل ورته حيران پاتې شى.

    په داسې حال کښې خداې پاک مهربانه شى انسان ته صبر ورکړى زړۀ مائيله کړى او عقل متوجې کړى چې وغواړه زما نه څۀ غواړې.

    ما هم د خداې پاک په در کښې شکر ادا کړو او خداې پاک خپله وعده پوره کړه چې د سروکافرو نه ئې زما خوږ وطن وژغورلو.

    هغه خوشحالى مې هم نۀ هيريږى چې د افغانستان د حکومت واګې مجاهدينو ته په لاس ورغلې. خوشحالى شوه ويرونه په خندا کښې بدل شول جم او جوش زړونو کښې راغے شور ماشور ؤ او يو او بل ته به ئې د وطن د ازادۍ مبارکى ورکوله ما هم د اوښکو ډکې سترګې پاکې کړې او د شهيد څلى ته روان شوم چې د ازادۍ مبارکى ورکړم. ما د مبارکۍ نوم اخستے نۀ ؤ چې بې شميره جنازې مې وليدې حيران شوم زړۀ مې بيا په رپيدو شو غمونو په غيږ کښې ونيولم ا و دې جنازو مې لږ څۀ جوړ زخمونه بيا راتازه کړل.

    لکه دليونو مې منډه کړه ما وئيل چې دا څوک دى دا مړى د چا دى دا بيا کوم سيلاب زما په وطن رامات شو.

    چا راته ووئيل چې هو! دا افغانان دى دا هم ددې خاورې بچى دى ما وئيل چې نۀ نۀ دا زما وروڼه دى دا زما مټې دى زۀ ددوى په سر ښائسته ووم زۀ د دوى په سر دسيال سره سيال ؤم زۀ به دوى ګورم زۀ د دوى اخرى ديدار کؤم. د بابا په سپينه ږيره د اوښکو ملغلرې پيلل کيدې چې په رپيدونکو لاسونو ئې د يو د مخ نه کفن لرې کړو چې ومې کتل د چا په تندى کښې قابلې (ميخونه) ټک وهل شوى وو او د چا په غاړه کښې دخور لور د حياء لوپټې په وينو سرې پرتې وې. د چا نه سر ديوې نندارې د پاره پرې کړے شوے ؤ او څوک د خپل مال او دولت په سر دمرګ خلې ته ګزار شوى وو.

    چغې مې کړې دا چا دا ظلم چا کړے دے زما دا وروڼه چا دومره په بې دردۍ وژلې دى د جنازو سر ته ولاړ سپين ږيرى بابا په ژړغونى اواز ووئيل چې د دوى قاتل بل څوک نۀ دے هم د دوى مسلمان ا و افغان ورور دے هم ددې پاکې خاورې بچى دى او پاتې شوې تۀ نو تۀ چپ شه ګنې قاتل ورور به دې لکه د دوى د مرګ په خوب اودۀ کړى ولې چې قاتل ورور دې د غيرو د يوې نمړۍ ډوډۍ دپاره دا ظلمونه کوى. ډيرې چغې مې ووهلې او دنااميدۍ نعرې مې وکړې چې دا غم چا سره وژاړم څوک خپل زړۀ ته رانزدې کړم او څوک به تسلى راکوى.

    څوک په رضا د ملکه نۀ ځى

    يا ډير غريب شى يا د يار د غمه ځينه



    د سرو کافرو د لاسه خو مې خپل وطن پريښودو او بل هيواد ته مسافر شوم نو حيران شوم چې اوس به دخپل ورور دلاسه کوم طرف ته لاړ شم خوباﻻخر په دې سوچ او فکر د ژوند شپې او ورځې تيريدې چې ناګهانه غږ شو:

    سالاره په وطن کښې مې شريعت د قران راغے

    پتنګ د اسلامى شمعې چې دلته قهرمان راغے

    ګته ئې په خلۀ کړه تماشې ته نن جهان راغے



    يوه دسکون ساه مې لړمانه ته ورداخله شوه چې بيا مې په غوږ د اسلامى امارات افغانستان نوم واوريدو. په دې کښې څۀ شک نشته چې په عدالت کښې قران کيښودل شو شريعت نافذ شو عزتونه محفوظ شو حق او حقوق وپيژندل شو خو "خو" پکښې دا وه چې سرښکته کړه ګنې د دارپړے دې په غاړه کښې اچوؤم. ژبه بنده کړه ګنې په تالو کښې به ئې درنه پرې کړم او کۀ نۀ منې نو راځه چې پخپلو سترګو ئې وګورې او چې مې وليدل نو رښتيا چې ډير افغانان په داسې مرګ مړۀ وو چې:



    څوک په ګناه څوک بې ګناه تورن شو

    کله په يو کله په بل قتليږى



    بيا هم ناقراره زړۀ مې په قرار نۀ شو او داسې معلوميده چې هر وطنوال چې د بدامنۍ په تورو تيارو کښې د يو بل نه ورک دے هم دا وجه وه چې ناګهانه اواز شو، طوفانونو ګرد او غبار په افغانستان کښې وشيندلو د انسان وينې د اوبو په سير وبهيدې تاريخ په دې ګواه دے چې د کربلا د ميدان پسې دافغانستان د سرزمين نه د قتل عام يو دويم ميدان جوړ شو او ديو اسامه بن لادن په سر ډير بې ګناه بنده ګان مړۀ او ټپيان شول.



    زمانې ستا دې دستور ته حيرانيږم

    لا مې جوړ نۀ وى يو داغ په زړۀ مې بل ږدې



    خو دا داغونه يوازې زما په زړۀ نۀ دى بلکې د وطن ټول بدن زخمى زخمى او په سرو وينو کښې لت پت دى.

    دا يو منلے شوے حقيقت دے چې د مورمينه په ټولو مينو کښې يو ځانګړے مقام لرى خو مونږ ددې حقيقت نه غافله يو ولې چې مونږ د مور د مينې هيڅ قيمت ادا نۀ کړو او کۀ ادا مو کړو هغه مو هم دغيرو په لمسون خپل سرونه وشيندل هم ددې مور بچى مو ووژل او په سرو وينو مو ولمبؤل خو بيا هم د مورمينه د رحم او شفقت نه ډکه مينه وى او ددې ټولو ناخوالو باوجود هم مونږ ته داسې وائى.

    زۀ ستاسو مور يم زما په سينه تاسو خاپوړې او لوبې کړى دى ما تاسو د اسلام په کور کښې زيږولى يئ ما تاسو ته د ميرويس خان او ابدالى درنې درنې قيصې کړى دى ما تاسو ته ديووالى او ملى وحدت لار درښودلې ده په تاسو لازم دى چې اوس په ځان کښې ملى يووالے راولئ اوس د ورور وژنې په ځاې ورو پخلائنه وکړئ راټول شئ ديو افغان په نوم باندې د يوې ملى بيرغ لاندې راجمع شئ، دپښتون فارسيوان ، تاجک او ازبک او هزاره خبرې پريږدئ دمشر کشر تميز په ځان کښې پيدا کړئ يو لاس يو موټے شئ ا و په يو اواز دا بيت تکرار کړئ اوعمل پرې وکړئ

    .

    دا زمونږ زيبا وطن دا مو دبابا وطن

    Pakistan

  8. #80
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    zama ya sawal da hujre da masharao na

    اسامه بن لادن به جيرته وى

    دغه سوال ته نن سبا هیځوک هم جواب نشی ورکولی،خو یو تعداد خلک وای چه هفه دامیرکایانو دحمایت لاندی په کومه جزیره کی خپل ارام ژوند کوی، ځنی خلک بیا وای چه هغه وختی امریکایانو مړ کړیدی خوددمرګی ی دخپلو ګټو لپاره پټ ساتلی دی،
    خپل نظرونه ورکړۍ

  9. #81
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default

    Halakano cherta lare rashe bia chaye yakhegi

  10. #82
    mkasikandar's Avatar
    mkasikandar is offline Senior Member+
    Last Online
    6th May 2015 @ 02:27 PM
    Join Date
    14 Nov 2006
    Location
    »-(¯`v´¯)-» Hujra »-(¯`v´¯)-»
    Posts
    4,003
    Threads
    119
    Credits
    980
    Thanked
    50

    Default

    Awal kho Afridi ror tha HARKALAY.......zwana staray ma shay........daira manana che de hujra ta raghelay..........khyal kawa ze pa ze dhamakay keegi.........charta chapaa nashay rana........aw hagha charg wala khan G saw show....dair rowan ye kha.....tool charg de pa yawaze ookharo....saw lag dari ba de afridi ta hum prekhwade wo.......

  11. #83
    mkasikandar's Avatar
    mkasikandar is offline Senior Member+
    Last Online
    6th May 2015 @ 02:27 PM
    Join Date
    14 Nov 2006
    Location
    »-(¯`v´¯)-» Hujra »-(¯`v´¯)-»
    Posts
    4,003
    Threads
    119
    Credits
    980
    Thanked
    50

    Default

    Safdar rora ta kho non dair zyaat serious raghalay ye.......Allah de khair kee.......mara saw ooko che de haaalaato ta gooro no zara me Lamba lamba shee......che pukhtana walay pa oor ke sawazee????

  12. #84
    mkasikandar's Avatar
    mkasikandar is offline Senior Member+
    Last Online
    6th May 2015 @ 02:27 PM
    Join Date
    14 Nov 2006
    Location
    »-(¯`v´¯)-» Hujra »-(¯`v´¯)-»
    Posts
    4,003
    Threads
    119
    Credits
    980
    Thanked
    50

    Default

    mara awal kho pukhtano ke da Taaleem kamay day.......dwam da che sahee aw da oolas da paara khedmat gaar Qiadat(leadership) kamay day..........Tool ghala dee....k muliyaan de aw k Secular de....we b pakay sahee kho
    namak may aatay k brabar......
    khalak de khaande che pukhtano da islam taika aghestee da....pa de kho shukar weestal pakar deee.....che jazba jehaad pa pukhtano k shta....kho da oos dair pa ghalato khalko pa Laas ke da de Leadership day....hagwee maaashoman Misguid kawveeee..........aw khapal rona khwanay muslmana pe aaloozay.........
    Daa tool yew 1 Sahee Planning baande da tool kaar rawaan day......da muslman aw khas kar da pukhtano image kharabawal gwaari...........de taaalibano ke dair daase oonewalay shooo pa swat aw pukhtonkhwa k.....che belkul muslmanan na woo.....aw dwee ba jumat imaaman woo.....

    Allah ba khair kree.......mara.....zara ba na bailay.........da sakht wakht b hum tair sheeeee.........da de serf yu elaaj day...che somra poray Americanian pa afghanistan ke weeeeeeeee.....da haalat ba hum daghase weeeeeeeeeee.....aw inshaallha dair zar ba da super taqat pakhpala pa khanjer ba zaan waheeeeeeeee.....da dweeeeeeee maaeeshat(economy) paa tabah kedo daa............

Page 7 of 4749 FirstFirst ... 4567891017571075071007 ... LastLast

Similar Threads

  1. `* My New Hujra Map *`
    By Wajid khattak in forum Photo Gallery
    Replies: 16
    Last Post: 31st May 2016, 08:57 PM
  2. Answered hujra wali closed da?
    By zarmal in forum Pashto
    Replies: 1
    Last Post: 15th May 2011, 07:15 AM
  3. <<<Hujra completing 4000 pages >>
    By Numangumbat in forum Greetings
    Replies: 15
    Last Post: 12th June 2010, 09:22 PM
  4. " Election Voting For Hujra Cheif "
    By BIG BROTHER in forum Pashto
    Replies: 391
    Last Post: 16th February 2010, 04:07 PM

Tags for this Thread

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •