غزل

خبرې ټولې دې په زړه پاتې شوې
دجانان مخکې چوپه خوله پاتې شوې

دنيا مزل په هر يو لوري کوي
پښتونه ولې ته ويده پاتې شوې

شېبه شېبه ستا د راتلو په هيله
زما دځان غوښې اوبه پاتې شوې

مادې شېبې په انتظار شمېرلې
ته د رقيب ظالم په خوله پاتې شوې

اوښکې مې هم درته جرګه کړې ياره
ولې بيا هم راته غصه پاتې شوې

ستا د ښکالو د اورېدو په تکل
زما دزړه سترګې په وره پاتې شوې