ء د اوښ پرتوګ چرګوړي يووړو
ګونګټ په بريتو لاس وهي چي را به ېي وړمه

ء هله به احساس ځما د اوښکو ترله وشي
چي خپل ګريوان د بل په لاس کښي تار په تار ويني

ء ما مينه وکړه زه د ښکلو په مزاج پوه شوم
د زورورو سره عمر په ناکامه تيريږې

ء هغه د بل شول په ايره کښي سره بڅري د اور
جوړ څوک مئين د چا يادونو سره لوبې کوي

ء اووايه اشنا چې تا له څه سره تشبيه در کړم
ګل سره ازغي دي د سپوږمئ په مخ داغونه

ء زه خبر نه يم مينه څه وي و نا څه وي؟
خو ته چي نه ېي په ما يو ساعت هم نه تيريږي

ء اوس به د دي غمه په دغه کوڅه نه ورځمه
دلته په مخ د يو بي ننګه زما سترګي لګي