عشقه چې ازار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
روغ ومه بیمار دې کړم اوس خو به خوشحاله یی
زړه دې ومه ایسته دې بل سړي له ورکړمه
سر دې ومه ځار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
اوښکه ومه سترګو دې شپه راباندې تیره کړه
ستوری د سهار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
ژونده په ساګانو مې ته هم ستړی شوی وې
ښه ده چې په دار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
ګیر یمه په زلفو کې ول په ول ماتیږمه
عشقه تار په تار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
هسې دې سعود سره هیڅ بی هیڅه ورانه کړه
یار دې وم اغیار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
سید شاه سعود
Bookmarks