راغلې په نڅـــا د ژوند وږمې ، خاندي ګـــلونه بيا
ويښ كړه پسرلي د ناز په خوب بيده ښــاخونه بيا
پوري سرې لــــــمبې كړلې په درختو د ، انــار ګلو
كــان د حسن وچاود را برسېر سول سره لالونه بيا
بيا د باغ نسيم د غوټۍ شونډو وته خوله وروړي
ايســـته يې لــه مخه د ښايست كــــړه نقابونه بيـــا
مسـت يې بــلبــلان كړه په چيغارو په نارو ســـوله
تــوى كـــــړه شنو جامو ته انارګل سره شرابونه بيا
پـورته سوې وړانګې د ارغنداو د آسمان څنډو ته
ګورئ ! دا چي ښكاري د شفق خوني موجـــونه بيا
بـاد چي پر راوالــــوزي سرې څانګي په ټالونو سي
تـــه بــه وا څپـــې وهـــي د ســـــرو وينـــو رودونه بيــا
اې د ارغــــنداو پــه ګـــــلو ډكي د خوښۍ سيــــمي !
اې په ميوو ښادي، د عشرت او خوشحالۍ سيمي !
كشكي ستا په غـــېږ كي د امــــان آرام خوبونه واى
كشكي په لمن كي ستا د علم څه ګلونه واى
كشكي ويني سرې واى ستا د خلكو په دوستۍ سره
كشكي تاوده زړونه واى په تا كي په خپلوۍ سره
اې د ارغنداو مسته روان په غورځنګو روده !
وګوره لږ ماته، اې د ننګي د اورشو روده !
وبخښه دې قام ته يوه مور "د زرغونې" په شان
لوى چي "احمدشاه" كړي بيا د پاكي پښتنې په شان
ولړزوي غرونه او رغونه سربازي وكړي
يو كړي پښتانه د پښتونخوا سرفرازي وكړي

علامه رشاد بابا