Results 1 to 5 of 5

Thread: اسلامي ښوونه......................

  1. #1
    Join Date
    06 Oct 2008
    Location
    charsadda
    Age
    34
    Posts
    3,106
    Threads
    231
    Thanked
    16

    Default اسلامي ښوونه......................

    اسلامي ښوونه



    د ايمان تعريف

    ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلی کيږي ، ډاډ او اطمېنان ته وېلی کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامخ تعريف داسې کړی دی :
    الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ الصالِحَتهِ، ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .

    ايمان پر زړه باندې باور، تصدق او يقين او پر ژبه باندې اقرار ، او په اندامونو باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، په طاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ، په معصيت او ګناه کولو سره کميږي .

    ===== =============== ============= ==============

    د ايمان ډولونه


    ايمان په دوه ډوله دى .
    ايمان تفصيلي او ايمان اجمالي :
    هغه شيان چې بيان يې په اجمالي توګه شوى او په يقيني او قطعي توګه له دين څخه دي اجمالي ايمان راوړل فرض دي ,او هغه څه چې تفصيلي ذكر يې شوى او په يقيني او قطعي توګه له دين څخه دي تفصيلي ايمان ورباندي راوړل فرض دي .


    اجمالي ايمان :
    آمنت باالله كماهو باسمائه وصفاته وقًبلتُ جميع احكامه
    ژباړه : ايمان مې راوړى په خدای جل جلاله لكه څنګه چې دا ايمان فرض دى په نومونو دخدای او فرض دى دا ايمان راوړل په صفتونو دخدای جل جلاله او منلي دي ما ټول احكام دخدای جل جلاله

    تفصيلي ايمان :

    آمنت باالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر والقدر خيره وشره من الله التعالى والبعث بعدالموت

    ژباړه : ايمان مې راوړى په خدای جل جلاله چې يو دى اوايمان مې راوړى په پرښتو دهغه چې شته او هغه خدای جل جلاله پيدا كړي او ايمان مې راوړى په كتابونو دخدای جل جلاله چې دهغه له لورې رانازل شوي اوايمان مې راوړى په رسولانو دخدای جل جلاله چې دهغه له لورې رااستول شوي او ايمان مې راوړى په وروستۍ ورځ (دقيامت چې شته او راتلونكی دی ) او ايمان مې راوړى پدې چې اندازه دښيګڼې او نه ښيګڼې دالله تعالى له لورې ده او ايمان مې راوړى پدې چې له مړينې وروسته بيا ژوندون شته .



  2. #2
    Join Date
    06 Oct 2008
    Location
    charsadda
    Age
    34
    Posts
    3,106
    Threads
    231
    Credits
    0
    Thanked
    16

    Default

    د الله تعالی نومونه او صفات



    د الله تعالی د هغو مبارکو نومونو او صفاتو شمېر چې په قرآن کريم کې مذکور دي نبي کريم صلی الله عليه وسلم نهه نوي (( يو کم سل )) ښودلي دي .
    هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إلَهَ إلاَ هُوَ الرَّحْمَنُ ، الرَّحِيمُ ، الْمَلِكُ ، الْقُدُّوسُ ، السَّلاَمُ ، الْمُؤْمِنُ ، الْمُهَيْمِنُ ، الْعَزِيزُ ، الْجَبَّارُ ، الْمُتَكَبِّرُ ، الْخَالِقُ ، الْبَارِئُ ، الْمُصَوِّرُ ، الْغَفَّارُ ، الْقَهَّارُ ، الْوَهَّابُ ، الرَّزَّاقُ ، الْفَتَّاحُ ، العَلِيمُ ، الْقَابِضُ ، الْبَاسِطُ ، الْخَافِضُ ، الرَّافِعُ ، الْمُعِزُّ ، المُذِلُّ ، السَّمِيعُ ، الْبَصِيرُ ، الْحَكَمُ ، الْعَدْلُ ، اللَّطِيفُ ، الْخَبِيرُ ، الْحَلِيمُ ، الْعَظِيمُ ، الْغَفُورُ ، الشَّكُورُ ، الْعَلِيُّ ، الْكَبِيرُ ، الْحَفِيظُ ، المُغِيثُ ، الْحسِيبُ ، الْجَلِيلُ ، الْكَرِيمُ ، الرَّقِيبُ ، الْمُجِيبُ ، الْوَاسِعُ ، الْحَكِيمُ ، الْوَدُودُ ، الْمُجِيدُ ، الْبَاعِثُ ، الشَّهِيدُ ، الْحَقُّ ، الْوَكِيلُ ، الْقَوِيُّ ، الْمَتِينُ ، الْوَلِيُّ ، الْحَمِيدُ ، الْمُحْصِئُ ، الْمُحْيِئُ ، الْمُبْدِئُ ، الْمُعِيدُ ، الْمُِميتُ ، الْحَيُّ ، الْقَيُّومُ ، الْواحِدُ ، الْمَاجِدُ ، الْوَاجِدُ ، الصَّمَدُ ، الْقَادِرُ ، الْمُقْتَدِرُ ، الْمُقَدِّمُ ، الْمُؤَخِّرُ ، الأوَّلُ ، الآخِرُ ، الظَّاهِرُ ، الْبَاطِنُ ، الْوَالِي ، الْمُتَعَالِي ، الْبَرُّ ، التَّاَّابُ ، الْمُنْتَقِمُ ، العَفُوُّ ، الرَّؤُوفُ ، مَالِكُ الْمُلْكِ ، ذُوالْجَلاَلِ وَ الإكْرَامِ ، الْمُقْسِطُ ، الْجَامِعُ ، الْغَنِيُّ ، الْمُغْنِي ، المَانِعُ ، الضَّارَّ ، النَّافِعُ ، النُّورُ ، الْهَادِي ، الْبَدِيعُ ، الْبَاقِِي ، الْوَارِثُ ، الرَّشِيدُ ، الصَّبُورُ

  3. #3
    Join Date
    06 Oct 2008
    Location
    charsadda
    Age
    34
    Posts
    3,106
    Threads
    231
    Credits
    0
    Thanked
    16

    Default

    اسماني کتابونه او صحيفې



    تورات په موسى عليه السلام (وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ )سورة البقرة87 آيت .
    انجيل په عيسى عليه السلام (وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ) سورة الحديد27 آيت .
    زبور په داود عليه السلام (وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُوراً {55}سورة الاسراء .
    قرآن په حضرت محمد صلى الله عليه وسلم رانازل شوى .
    همداراز دوتلي مفسر علامه آلوسي بغدادي رحمه الله له وينا سره سم د صحيفو شميره سل ده چې پنځوس يې په حضرت شيث عليه السلام نازلې شوې وې . ديرش يې په ادريس عليه السلام نازلې شوې وې .لس يې په حضرت ابراهيم عليه السلام نازلې شوې اونورې لس يې په حضرت موسى عليه السلام دتورات تر نزوله مخکې نازلې شوې وې . والله تعالى اعلم باالصواب

    === = = = = === === === === === === ======



    داسلام كلمې



    اولــه : كلـمـهْ طـيبـه
    لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
    له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله رسو ل دى .

    دوهــمه : د شـهادت كلــمـه
    اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
    ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد e يي بنده او رسول دى.
    دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه
    سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
    ژباړه : خداى پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
    څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
    لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
    له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
    پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه
    اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
    ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
    په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !
    شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه
    اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
    خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور

    لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله رسو ل دى .


  4. #4
    Join Date
    06 Oct 2008
    Location
    charsadda
    Age
    34
    Posts
    3,106
    Threads
    231
    Credits
    0
    Thanked
    16

    Default

    د سورۀ ياسين فضائل

    ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

    دحضرت معقل بن يار رضى الله عنه نه روايت دے چې درسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې چادالله د رضا دپاره سورت ياسين ولوستلو دهغه تير ګناهونه به معاف کړے شى ددې دپاره داسورة دمړکيدو والوسره لولئ
    تشريح:: په دې حديث کښې دمړکيدونکو سره عندمرتاکم دياسين شريفدلوستلو دپاره چې کوم فرمائيلى شوىدى دهغې مطلب په ظاهره سره دادے چې دمړکيدونکى سره ددۀ په اخرى وخت کښې دے دا سورة ولوستے شى او اکثر علماو هم داګڼلې ده اوددې وجې نه دامعمول دے ليکن دويم مطلب داهم کيدے شى چې دمړکيدونکى په قبر باندې داسورة ولوستے شى دپار ددې چې داددۀ دمغفرت وسيله جوړه شى
    دحضرت عطاء بن رباح تابعى نه روايت دے هغه وائى چې ماته داخبره رارسيدلې ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې کوم بنده دورځې په ابتدائى حصه کښې يعنى سحروختى سورة ياسين لولى الله تعالى به دهغه حاجتونه پوره کړى

  5. #5
    Join Date
    06 Oct 2008
    Location
    charsadda
    Age
    34
    Posts
    3,106
    Threads
    231
    Credits
    0
    Thanked
    16

    Default

    سورۀ الکهف فضائل
    ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

    ترجمه:: دحضرت ابو سعيد خدرى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى چې کوم سړے دجمعې په ورځ سورة کهف ولولى دهغه دپاره به نور روښانه شى د دوه جمعونه په منځ کښې ( دعوت الکبير للبيهقى)
    تشريح:: ددې حديث نه معلوميږى چې سورة کهف لره دجمعې د ورځې سره څه خاص مناسبت دے چې دهغې په وجه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه ورځ په خصوصيت سره دتلاوت ترغيب ورکړے دے اوفرمائيلى ئې دى چې دجمعې په ورځ دسورۀ کهف په لوستو سره په زړۀ کښې يوخاص نور پيدا کيږى چې دهغې رڼا او برکت به دمخکښې جمعې پورې وى داحديث حاکم هم په مستدرک کښې روايت کړے دے او وئيلى ئې دى چې هذا حديث صحيح الاسناد ولم يخرجاه ، په يوبل حديث کښې چې هغه امام مسلم هم روايت کړے دے دسورة کهف دابتدائى لسو ايتونو په باره کښې روايت شوى دى چې څوک داياد کړى اولولى ئې هغه به ددجال دفتنې نه په امن وى ددې په توجيهه کښې شارحينو دحديث ليکلے دے چې دسورة کهف په ابتدائى حصه کښې چې کوم تمهيدى مضمون دے اوددې سره چې داصحاب کهف کومه واقعه بيان شوې ده په هغې کښې دهر دجالى فتنې علاج موجود دے اوکوم زړۀ ته چې ددې حقائقو اومضامينو يقين نصيب شى کوم چې دسورة کهف په دې ابتدائى ايتونو کښې بيان کړے شوى دى هغه زړۀ به دهيڅ دجالى فتنې نه نۀ متاثره کيږى دغه شان چې دالله تعالى کوم بندګان ددې ايتونو په برکت او خاصيت باندې يقين لرى اوداپه خپل زړۀ او دماغ کښې محفوظ وساتى

Similar Threads

  1. Replies: 8
    Last Post: 23rd June 2020, 03:58 PM
  2. Replies: 10
    Last Post: 5th November 2011, 01:55 PM
  3. هر سړې ښه دې ، خو ماحول غواړي
    By muhammad jamal in forum Pashto
    Replies: 2
    Last Post: 29th September 2011, 11:03 AM
  4. Replies: 2
    Last Post: 3rd September 2011, 06:05 AM
  5. Replies: 8
    Last Post: 15th April 2010, 10:29 PM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •