امير حمزه شنوارې


يم پختون پختنو سره ځم
تل به په لار د ميړنو سره ځم
همه پښتون د پښتو څره ځم
د مليت نمره د پرخۍ په څير
ستا د دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چه خر د هم په ملت ځار وۍ
زه دۍ هم داسۍ ليونو سره ځم
پاک کوه زه هغه نظر نه يمه
چه به په دود د سپيلنو سره ځم
وائي اغيار چه د دوزخ ژبه ده
ځه به جنت ته د پښتو سره ځم
راسنتېدۍ چه نشۍ وخت خو نه يم
خو د حالت د تقاضو سره ځم
کړمه جهان چه د پښتون ځلمۍ
د خپلو پيغلو حوصلو سره ځم
وړم مستقبل ته د ماضۍ روايات
زه د خپل حال د ولولو سره ځم
څو چه راغونډ په يو مرکز يې نکړم
هرۍ تپې ته د جرګو څره ځم