د رمضان مبارک فضيلت
حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دے چې نبى کريم (ص) ارشاد فرومائيلو جنت دکال دشروع نه دکال داخره پورې درمضان مبارک له خاطره ښائسته کولے شى اوپه خوشبوئې وينځلے شى د رمضان چې اوله شپه شى نودعرش دلاندې نه يوه هوا چليږى دهغې نوم مثيره دے چې دهغې دچپوپه وجه دجنت داونو پاڼې دتمبو کنډې غوزيږى دهغې نه داسې مزې دار اوازونه راځى چې اوريدونکو به دهغې نه ښۀ اواز هيڅکله نه وى اوريدلے نو ښائسته سترګو ولا خورې دخپلو ځايونو راوتلو سره دجنت په بلاخانوودريدو سره اواز کوى دالله تعالى دربار کښې څوک شته چې مونږسره نکاح وکړى چې الله تعالى ئې مونږ سره جوړه کړى بياهغه حورې دجنت د داروغه نه تپوس کوى داڅنګه شپه ده هغه لبيک وئيلو سره جواب ورکوى
Bookmarks