زړه مـې پـه سـتـرګو دى مـيـن د سـينې څنګ نه مني
افغان جانان مې له جنګ ستړى دى نور جنګ نه مني

هـمېـش خُمار وي او زنـګېـږي د خيـالـونـو پـه ټـال
د چا پـه زړه كې چـې وي ميـنـه هـغـه بـنـګ نـه مـني

دوى له ټوپـك سـره بـلـد دي، صـرف مـاشـه پـېژنــي
لاس يې بېلچې تـه نـه ورځي ، زړه يې كولنګ نه مني

مـين د سـوي زړه نـغـمې بـل څـه كې نـه ويـنـي چې
بـې د بلــبـل لــه فـريـادونـ و بـل آهـــنګ نـه مـــني

دغـه پــرديـو رالــــوى كـــړي نــور خــيـالـــ ـونـه لـــــري
دا بې فرهـنـګـه فـرهـنـګ څه كوي فرهـنـګ نـه مني

پښـتون يې مـه بولـه چې يـو د تورې شرنـګ پېژني
خـوشـال خـو ســتايـي د ادم د ربـاب تـرنګ نـه مـني

خـــړ فضـليار تـه خـو مـې ډېر د سـره پالـــنګ وويل
خو په سنګر کې په شوګير روږدى، پالنګ نه مني