رنګينې ګوتې
ښکلي ستانازونومې ځيګرته لاره تيره کړه
څړيکو د دردونومې ټټر ته لاره تيره کړه
څوک مې په رنګينوګوتوبياراويښوي له خوب
شوخ نظرمې ځکه ستاسو ور ته لاره تيره کړه
نه اوس جينکى شته نه چينه باندې کږه ونه
وړکيوپـښتنوچه مې سنګرته لاره تيره کړه
بيا به دې شمله تورو کمڅيو پسې وتړم
ژڼيو شاه زلمو که مې خيبر ته لاره تيره کړه
څه غا ټول لاله سرونه پورته په تعظيم به کړي
مستو قطارونو که ګودر ته لاره تيره کړه
خوارځلاند په جينګه خوله دمينې درته سوال وکړ
تا په چيغو چيغو عام محضر ته لاره تيره کړه
Bookmarks