تاسي ته څرنګه بيان كړم هغه پټ لوزونه
تاسي ته څرنګه دروښيم د زړه رازونه
څنګه به ووايم چي ما دى په كوم رنګ ليدلى
څنګه دروښيم د هغه ناپيدا شكلونه
كه درته ووايم چي دى مي په رګو كي اوسي
په دې كلام به شرمنده سي د جهان رګونه
كه درته ووايم چي زما په تن كي نه هستېږئ
دا به دروغ وي پكښي نسته د ريشتيا قولونه
هغه دننه او دباندي نړۍ يو شاني كړه
اوس يې په منځ كي چا ته نه ښكاري د وېش خطونه
كه بې هوښي ده او كه هوښ دى كرشمې د ده دي
هغه پر دواړو جهانونو ايږدي خپل ګامونه
هغه نه پټ ىد نه په سترګو يې ليدلاى سي څوك
نه د ظاهر نه د باطن باندي راځي حكمونه
نه په كتاب نه په كلام يې درښودلاى سمه
نه د قلم تر ژبي څاڅي د معنى حرفونه
Bookmarks