بس ټولې سيمې د زړګي مــې نور تر خولې ډکې دي
سـتا لـه يـادونــــ ـو ددې ښــــار واړه كـوڅـې ډکـې دي
چـې راځې نـه، تصـويـر دې مه رالـېږه څــه پرې كـوم
ستا تصويران خو څه لږ نـه دي ترې باغچې ډکې دي
ددغه چم لـه پـېغلـو جـونـو بـه څوك څـه ګيلـه كړي
چـــې يـې لــه زرو فـســادونـ و نـه وړې ډکـــې دي
خـدايه ځنګلونه خو يې ورېبل اوس بل څــــه وايـي
چـې لـه الـمـاسـو ددې وران هـېواد درې ډکــې دي
دلـته د ورځې هم ډاډه څـــوک ګـرځېدلاى نـه شـــي
داسې خو نه ده چې له ډاره مـو صرف شـپـې ډکې دي
خـندا خو څه كړې اداګانې هم پر خپل ځاى پرېږده
والله د مــيـنـې لــه اثـره دې ګــيـلــــ ـې ډکــې دي
يـوه خـو نـه ده، دوه خـو نـه دي، درې څلور هم نه دي
د فضـلـيار لــه غـــزلـونـ و كـــــتابـ چـــــــــ ې ډکـــې دي
Bookmarks