***ژبه يې ګونګه کتابونه يې په زړه کې پراته***
ژبه يې ګونګه کتابونه يې په زړه کې پراته
بې لار به څنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
هضم به نه کړې دا نا لوستی دا پښې يبلی وطن
د وخت نهنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
په خدای توکل سوچ په مرچل ورته ټوپکې ولاړ
د کټ په لنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
د ژړاګن اشنا د زړه په حال به څنګه خبر
تل چنګه پنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
هغه مات شاخ په روغ راپروت ټوله شپه باد ته ، ته وې
چې غنګه غنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
د بېکسيار نه يې خبر له کاکه ګيه شومه
نه يې له شنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
Honest prayer from the heart has great power
Bookmarks