غزل
په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم
زه خو څه نه وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم
جار دې له زلفو نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم
ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم
کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به مفل کې وارخطا پېژنم
د ډېره سوخته په خندا شوې مزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
By Amir Hamza Baba.
Bookmarks