خو تا نه هيروم
له سترګواوښکې تويومه خوتانه هيروم
ځان سره غلى وژاړمه خوتانه هيروم
ريباره راشه يارته ووايه نن
نن شپه په ويښه تيره ومه خو تانه هيروم
لږ خو زړه سوي راباندي ياره وکړه
درپسي اوښکي تويومه خو تا نه هيروم
اخيراشنا خوبه يوورځي را شي
محبوب ته ځان سنگاروم خوتا نه هيروم

محبوب شاه محبوب