مینه محبت

مینه محبت که وي خو ستا غوندې
یار سره الفت که وي خو ستا غوندې
هسې د یاری لافې د وکړلې
عشق کې صداقت که وي خو ستا غوندې
مړ به شم خو دا ارمان به یوسمه
را دې کړ عزت که وي خو ستا غوندې
ورز کې مې ۵۰ ځله پوښتنه کړې
یاره صمیمیت که وي خو ستا غوندې
زه بختیار د ډیر ستي ستي کړمه
بس کړه نور نفرت که وي خو ستا غوندې

نجیب الله بختیار الکوزی