غزل
ستا د حسن تقاضې دي شي به تېرې
دا څو ورځې دې نخرې دي شي به تېرې
دا بې تاجه پاچاهي به دې په شا شي
د غرور دې دا څو شپې دي شي به تېرې
په ژړا او په فرياد درته شوم ويلې
هر نفس کې مې ګيلې دي شي به تېرې
افغان سر مې سرو ګوليو ته ټيټ نه شو
خير که تا ته مې سجدې دي شي به تېرې
ساقي مستې پيالې ورکړه چې نشه شي
د خوښۍ يې دا شېبې دي شي به تېرې
ستا ښکاري سترګې مې ښکار کړې زه خوشال يم
دا د مينې مرحلې دي شي به تېرې.
اختر خوشال
Bookmarks