––––•(-•ايلــه اوس نـو د يـارۍ شـولـې کـه څـنګــه؟ •-)•––––

د ګلاب د ګل غـــوټـۍ شـــولـې کـه څـنګــه؟
ايلــه اوس نـو د يـارۍ شـولـې کـه څـنګــه؟

پــولادي زړونـه پـه يـو نـظــر سـکاره کـړې
جـادوګـره بـنـګالـــــۍ شـــولې کـه څـنګــه؟

دا چـې تـل د پېغلـــــو مخکــې يـې روانـه
سـرلښکـره ابـدالـــــۍ شــولې کـه څـنګــه؟

پـه هــر چــا بـه لکـــــه واوره ورېـدلــې
خـو پـر مـا لکــه ږلـې شــولې کـه څـنګــه؟

څنګــه لاس پـر مـخ حــيرانـه ودرېـدلـې؟
پښـېمانه پـه خولګـــــۍ شولـې کـه څـنګــه؟

والله ډېـر زيات ځـورول دې اوس ياد کړي
نـوره لاړې کابـلـــــۍ شــولـې کــه څـنـګــه؟

سـتا دې مستـو حــرکاتـو کـړم بـې خــوده
ټـولـه جـوړه لـه مستۍ شـولې کـه څنګـه؟

فضلـيار تـه اوس غوسه او کنځل نه کړې
ګلـې! نـوره سکــــــنۍ شـولـې کـه څنګـه؟