کاکړۍ غاړې د پښتو ادب یوه لویه برخه جوړوي خو ډير پام نه ورته کیږي دلته موږ څو کاکړۍ غاړې په لیکه کوو هیله ده چې تاسو ښاغلي یې په تبصرو کې هم ولیکﺉ
توره شپه ده توره خونه
شین خالۍ نه ده معلومه
زړه مې نه ځي پښې مې لاړې
دخداى روى دى که به ژاړې
چې مې ستا فکرونه يوسي
بادام ګل وکړي بيا تو سي
موږ د بل والات مرغان يو
نه کينو نه پر چا ګران يو
Bookmarks