"لېونۍ لۀ ډېره خياله پۀ مخ خال ږدي"ا
وَل پۀ وَل زلفې پرې باندې پۀ کمال ږدي
ستا جمال پۀ هر قدم مې زړۀ پامال ږدي
ځکه ما وَته اوس ډال دا خپل مجال ږدي
سَر پۀ سترګو! کوم يو شرط کۀ دَ وصال ږدي
مګر دا نَه!چې نَيټه کښې دې بل کال ږدي
فتنه کمه پۀ سپين مخ څۀ دَ تور خط وه
لا پۀ سر دَ سرۀ رخسارو سياه خال ږدي
شوق دَ عشق مې دَ اقدارو کومي ونغړد
ګنې ما ته به هم زنه پۀ دېوال ږدي
لۀ دې هسې رنګ شماله ، بې نيازه
دَ شهيد ارمان پۀ څلي بَل مشال ږدي
زړۀ دې واخلي،خلۀ دې راکړي،روغ بَدل دے
ګنې رَد به پۀ دَليل او استدلال ږدي
ما ويل: پوهه دې باڼۀ کا ؛ ګوره څۀ کا
دې ويل: خلک دې خپل زړونه لږ سمبال ږدي
ما ويل: زلفې دې خوَرې هم لکه جال دي
دې ويل: پَل دې هَر سړے مګر پۀ خيال ږدي
دَ فنا او دَ بقا وصل ته ګوره
پۀ وِصال کښې راته شرط دَ انفصال ږدي
ډېر دَ اوښکو توئېدو مې زړۀ لاهو کړو
برجلونه هم باران دَ پشکال ږدي
بام دَ فن وَ ته به څنګه نۀ رسيږي
دَ شيرين پۀ هَر يو خاپ قدم ننګيال ږدي
ګوهر ننګيال
Bookmarks