نور دې نه شمه زغملي غم ، کلي ته راشه
بندوم دې په قسم کلي ته راشه
په بل وطن کې دي تا څه لیدلي
هر څه پریږده ، په همدې دم کلي ته راشه
ما ته هم یوه ګیډۍ د ګلو راوړه
ای جانانه په تورخم کلي ته راشه
د مجلس یاران مې نشته یم یوازې
خدای ته وګوره ، صنم کلي ته راشه
زه ګوهر به کړم تر څو درته سوالونه
دا دې وچ مې شو قلم کلي ته راشه
Bookmarks