ورته د ټول جهانه ګران ووم، اوس مي نه پژ ني د هغه سوچ زما د ذاته بهر نه وو اوتي زه پري راخورلکه آسمان ووم، اوس مي نه پژني یویوقدم بيئ زمانه په تپوس اخستو زه ئي دزړه د کلي خان ووم، اوس مي نه پژني زما د زړه په تاج محل کښ به په ناز اوسیدو زه ئي دمیني شاه جهان ووم، اوس مي نه پژني د هغه ښکلي په وعدو چي مي باور کاولو ملګرو زه څومره نادان ووم، اوس مي نه پژني په هریو میسج کښ بي خیاله راته جان لیکلو صرف په نوم باندي جان ووم، اوس مي نه پژني
*** Hawk ***