Results 1 to 2 of 2

Thread: د روژې د مبارکې مياشت د هرې ورځې دعاګانې

  1. #1
    Arooj Khaan's Avatar
    Arooj Khaan is offline Junior Member
    Last Online
    4th March 2013 @ 02:30 AM
    Join Date
    20 Dec 2012
    Location
    *~Dream World~*
    Gender
    Female
    Posts
    22
    Threads
    4
    Credits
    0
    Thanked: 1

    Lightbulb د روژې د مبارکې مياشت د هرې ورځې دعاګانې


    د روژې د مبارکې مياشت د هرې ورځې دعاګانې


    د روژې د مبارکې مياشتې د ورځو د دعاګانو په حقله له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دے چې د خداے ګران رسول (ص) د روژې د هرې ورځې لپاره ډېر فضيلت بيان کړے دے او د هرې ورځې د فضيلت لرونکې دعا لپاره يې ډېر ثوابونه فرمائيلي دي چې دلته هغه اصل دعاګانې وړاندې کوو:


    د وړومبۍ ورځې دعا:


    اَللّهُمَّ اجْعَلْ صِيامي‏ فيهِ صِيامَ الصَّآئِمينَ، وَقِيامي‏ فيهِ‏ قيامَ الْقآئِمينَ، وَنَبِّهْني‏ فيهِ عَنْ نَوْمَةِ الْغافِلينَ، وَهَبْ لي جُرْمي‏ فيهِ‏ يا اِلهَ الْعالَمينَ، وَاعْفُ عَنّي‏ يا عافِياً عَنِ الْمُجْرِمينَ


    اے خدايه! په دې مياشت کښې زما روژه د حقيقي روژه نيوونکو روژه وګرځوې او شپې وروڼې کونې مې هم د حقيقي شپې وروڼې کوونکو په شان وګرځوې او پکښې مې د غافلانو له خوب نه بېدار ولرې او زما جرم راته وبخښې اے د عالمينو معبوده! او ما ته معافي وکړې اے د مجرمانو معاف کوونکيه!

    د دويمې ورځې دعا:


    اَللّهُمَ‏ قَرِّبْني‏ فيهِ اِلي‏ مَرْضاتِکَ، وَجَنِّبْني‏ فيهِ مِنْ سَخَطِکَ وَنَقِماتِکَ، وَوَفِّقْني‏ فيهِ لِقِرآئِةِ اياتِکَ، بِرَحْمَتِکَ يا اَرْحَمَ الرَّاحِمينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې ستا د رضا د اسبابو لور ته نزدې کړې او پکښې مې ستا له غصې او عذاب نه لرې وساتې، او پکښې مې ستا د قران مجيد د ايتونو په تلاوت کوولو کښې بريالے کړې د خپل رحمت په خاطر اے تر ټولو زيات رحم کوونکيه!

    د دريمې ورځې دعا:

    اَللّهُمَّ ارْزُقْنى فيهِ الذِّهْنَ وَالتَّنْبيهَ، وَباعِدْنى فيهِ مِنَ السَّفاهَةِ وَالْتَّمْويهِ، وَاجْعَلْ لى نَصيباً مِنْ كُلِّ خَيْرٍ تُنْزِلُ فيهِ، بِجُودِكَ يا اَجْوَدَ الْأَجْوَدينَ.


    اے خدا...يه! په دې مياشت کښې مې تېز هوش او بېداری نصيب کړې او پکښې مې لرې وساتې له بې وقوفۍ او غلطيانو نه، او له هر هغه خېر څخه چې په دې مياشت کښې يې نازل کړې زما لپاره نصيبه وګرځوې د خپل جود او کرم په خاطر اے تر ټولو زيات کرم کوونکيه!

    د څلورمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ قَوِّنى فيهِ عَلى اِقامَةِ اَمْرِكَ، وَاَذِقْنى فيهِ حَلاوَةَ ذِكْرِكَ، وَاَوْزِعْنى فيهِ لِأَدآءِ شُكْرِكَ بِكَرَمِكَ، وَاحْفَظْنى فيهِ بِحِفْظِكَ وَسَِتْرِكَ، يا اَبْصَرَ النَّاظِرينَ.


    اے خدايه ما ته... په دې مياشت کښې ستا د فرمان او حکم د قائمولو توفيق راکړې او ستا د ذکر خوږوالے راباندې وڅکې او راته په دې مياشت کښې ستا د شکرګزارۍ ادا کول رازده کړې د خپل کرم په خاطر او پکښې مې حفاظت وکړې د خپل حفاظت کوونې په خاطر اے تر ټولو زيات کتونکيه!

    د پنځمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ اجْعَلْنى فيهِ مِنَ الْمُسْتَغْفِرينَ، وَاجْعَلْنى فيهِ مِنْ عِبادِكَ الصَّالِحينَ اْلقانِتينَ، وَاجْعَلنى فيهِ مِنْ اَوْلِيآئِكَ الْمُقَرَّبينَ، بِرَأْفَتِكَ يا اَرْحَمَ الرَّاحِمينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې وګرځوې له مغفرت غوښتونکو څخه او پکښې مې وګرځوې ستا له نېکو او منونکو بندګانو څخه، او پکښې مې وګرځوې ستا له نزدې اولياؤ څخه د خپلې مهربانۍ په خاطر اے تر ټولو زيات مهربانه!

    د شپږمې ورځې دعا


    اَللّهُمَ لا تَخْذُلْنى فيهِ لِتَعَرُّضِ مَعْصِيَتِكَ، وَلاتَضْرِبْنى بِسِياطِ نَقِمَتِكَ،وَزَحْزِحْنى فيهِ مِنْ مُوجِباتِ سَخَطِكَ، بِمَنِّكَ وَاَياديكَ، يا مُنْتَهى رَغْبَةِ الرَّاغِبينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت ک...ښې مې د نافرمانۍ په وجه خوار مۀ کړې او د خپل عذاب په تازيانو مې و نه وهې او د خپل قهر او غضب له اسبابو نه مې لرې وساتې د هغې نعمت بخښنې او مهربانۍ په خاطر چې د بندګانو په حقله يې لرې، اے د مشتاقانو تر ټولو اخيری اشتياقه!


    د اومې ورځې دعا

    اَللّهُمَّ اَعِنّى فيهِ عَلى صِيامِهِ وَقِيامِهِ، وَجَنِّبْنى فيهِ مِنْ هَفَواتِهِ وَ اثامِهِ، وَارْزُقْنى فيهِ ذِكْرَكَ بِدَوامِهِ،بِتَوْفيقِكَ يا هادِىَ الْمُضِلّينَ.

    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې ملګرتيا وکړې په ر...وژه نيولو او د شپې روڼولو کښې او په دې مياشت کښې مې د هغې له خطاګانو او ګناهونو نه وساتې او پکښې مې په دوامداره او پرله پسې توګه ستا ذکر نصيب وګرځې د خپل توفيق په خاطر اے د بې لارو لارښوونکيه!

    د اتمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ ارْزُقْنى فيهِ رَحْمَةَ الْأَيْتامِ، وَاِطْعامَ اْلطَّعامِ، وَاِفْشآءَ السَّلامِ، وَصُحْبَةَ الْكِرامِ، بِطَوْلِكَ يا مَلْجَاَ الْأمِلينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې مهربانی کونه په برخه کړې د يتيمانو په اړه، د خوراک ورکولو په اړه او په څرګنده د سلام کولو په اړه او له کريمانو سره د انډيوالۍ په اړه د خپل فضل او کرم په خاطر اے د ارزو لرونکو پناه!

    د نهمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ اجْعَلْ لى فيهِ نَصيباً مِنْ رَحْمَتِكَ الْواسِعَةِ، وَاهْدِنى فيهِ لِبَراهينِكَ السَّاطِعَةِ، وَخُذْ بِناصِيَتى اِلى مَرْضاتِكَ الْجامِعَةِ، بِمَحَبَّتِكَ يا اَمَلَ الْمُشْتاقينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت ...کښې زما لپاره ستا له پراخه رحمت څخه برخه مې په نصيب کړې او په دې مياشت کښې مې لارښوونه وکړې ستا د روښانه دليلونو په لور او ستا د هر اړخيزې رضامندۍ په لور مې لارښوونه کړې ستا د مينې او محبت په خاطر اے د مشتاقانو ارزو!


    د لسمې ورځې دعا

    اَللّهُمَ‏ اجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْمُتَوَكِّلينَ عَلَيْكَ، وَاجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْفآئِزينَ لَدَيْكَ،وَاجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْمُقَرَّبينَ اِلَيْكَ، بِاِحْسانِكَ يا غايَةَ الطَّالِبينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې په تا باندې له توکل کوونکو څخه وګرځوې او پکښې مې ستا د درګاه له نېکمرغانو او خوشبختانو څخه وګرځوې او پکښې مې د خپلې درګاه له نزدې کسانو څخه وګرځوې، د خپل احسان په خاطر اے د لټوونکو تر ټولو اخيری هدفه!



    د يولسمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ حَبِّبْ اِلَىَّ فيهِ الْأِحْسانَ، وَكَرِّهْ اِلَىَّ فيهِ الْفُسُوقَ وَالْعِصْيانَ، وَحَرِّمْ عَلَىَّ فيهِ السَّخَطَ وَالنّيرانَ، بِعَوْنِكَ يا غِياثَ الْمُسْتَغيثينَ.

    اے خدايه! په دې مياشت کښې مې له احسان اونېکۍ سره مينه پېدا کړې او پکښې مې کرکه پېدا کړې له نافرمانۍ او ګناه څخه او په دې مياشت کښې راباندې حرام کړې قهر اواور د خپلې مرستې په خاطر اے د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه!

    د دولسمې ورځې دعا


    اَللّهُمَّ زَيِّنّى فيهِ بِالسَِّتْرِ وَالْعَفافِ، وَاسْتُرْنى فيهِ بِلِباسِ الْقُنُوعِ وَالْكِفافِ، وَاحْمِلْنى فيهِ عَلَى الْعَدْلِ وَالْأِنْصافِ، وَ امِنّى فيهِ مِنْ كُلِّ ما اَخافُ، بِعِصْمَتِكَ يا عِصْمَةَ ال...
    ْخآئِفينَ.


    اے خدايه! په دې مياشت کښې ما له ګناه نه د بچ کېدو او پاکلمنۍ په کالو سره سينګار کړې او پکښې مې د قناعت او بسنې په جامه پټ کړې او پکښې مې په عدل او انصاف کولو باندې مجبور کړې او پکښې مې له ټولو هغو څيزونو څخه چې زۀ ترې ويرېږم په امان کښې وساتې، اے د ويرېدونکو ساتندويه!

    د ديارلسمې ورځې دعا

    اَللّهُمَّ طَهِّرْنى فيهِ مِنَ الدَّنَسِ وَالْأَقْذارِ، وَصَبِّرْنى فيهِ عَلى كآئِناتِ الْأَقْدارِ، وَوَفِّقْنى فيهِ لِلتُّقى وَصُحْبَةِ الْأَبْرارِ، بِعَوْنِكَ يا قُرَّةَ عَيْنِ الْمَساكينَ.

    اے خدايه په دې مياشت...
    کښې مې پاک کړې له ککړتياؤ او ګندګېو څخه او راته صبر راکړې په هغو مقدراتو باندې چې کېدونکی دی په دې مياشت کښې مې په پرهېزګارۍ کښې او له نېکانو سره په ناسته پاسته کښې کامياب کړې د خپلې مرستې په خاطر اے د مسکينانود سترګو رڼا!

    بشکريه : مينه اداره


  2. #2
    hashim56's Avatar
    hashim56 is offline Senior Member+
    Last Online
    2nd February 2020 @ 10:48 PM
    Join Date
    08 Oct 2011
    Location
    Belgium vervier
    Age
    31
    Gender
    Male
    Posts
    8,272
    Threads
    140
    Credits
    81
    Thanked
    209

    Default

    subhanAllah

Similar Threads

  1. *******(Hujra)*******
    By mkasikandar in forum Pashto
    Replies: 56980
    Last Post: 9th October 2017, 08:06 PM
  2. Replies: 8
    Last Post: 12th May 2009, 01:20 PM
  3. حال دا دى
    By safdar302 in forum Pashto
    Replies: 1
    Last Post: 17th April 2009, 11:26 AM
  4. چڼى (ناول)
    By safdar302 in forum Pashto
    Replies: 1
    Last Post: 17th April 2009, 11:21 AM
  5. Replies: 0
    Last Post: 15th April 2009, 04:28 PM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •