سترګي دي ډيري د مزي دي
د ظالم لوري زه دى روغ ليوني كړمه
************
اؤ سوک چی دا یار پہ تہمت رنگ شی
عمر پہ تنگ شی زان پہ مڑو حساباوینا
************
د جانان ژبي ته حيران يم
څومره خوږي پستي خبري پري كوينه
************
بیا به د کلی په منز نزم
د کلی منز د لیونو ورسیدنه
************
تا وئيل نن ځم سبا په راشم
کلونه تيرشول ستا سبا کله راځينه
************
يامې دښې ليلا څښتن کړه
يامې دعمر پاڼه زېړه کړه چې مرمه
***********
د تورې وار راباندې وکړه
ما ته را نه کړې د بې پتو پيغورونه
******
خلق بے ځایه تهمت وائی
زه ده ليلا په غيږ کښې چا ليدلې يمه
******
په لاره ځم ټوله شړنګيږم
ستا ده تهمت زنځير په غاړه ګرځومه
Bookmarks