د ھغو سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې
زاھده پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې
دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې
درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه
درته مې وکړې په پښتو خبرې
د تندي ګونحٔې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې
دا بونګېدلې ھوسۍ سترګې دایتا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې
د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د حٔلمو خبرې



Sent from my QMobile S1 using Tapatalk