متلونه
(ح)
1. حساب په مثقال ، بخشش په خروار .
2. حق ورکول کيږي نه ، اخيستل کيږي .
3. خان ! کښينه که ونه خورو و خو به وينو .
4. خبره له خبري پيدا کيږي .
5. خبري ښې کوې ، لکۍ يې کږۍ کوې .
6. خبري ښې کوې ، مګر عمل يې خرو خوړلى .
7. خپل چنګول يې ګرو دى ، دى د بل په پايګاو پسي ګرځي .
8. خپل حق د زمرى له زامي وکاږه .
9. خپل د يې وجاړه ، دا د بل پر در ولاړه .
10. خپل عمل، د لاري مل .
11. خپل عيب د وږو منځ دى
12. خپل غوږ ناکتلى په سپي پسي مه ځغله .
13. خپل که دي مړ کړي ، لمر ته دي نه غورځوي .
14. خپلوان بۀ سره جوړ سي ، دو راباڼي به مخ تور سي .
15. خپله خوله هم کلا ده هم بلا .
16. خپله د خو مي خپله ده ، د بل د دي خداى راخپله کړي .
17. خپله لاسه ، ګله لاسه .
18. خپله نيک بختي د نورو په بد بختي کي مه غواړه .
19. خداى په رښتيا خوښيږي .
20. خدآى د کرآري مل دى .
21. خداى د کلۍ او ښکروري کسات هم کاږي .
22. خداى دي په هغه چا مه وهه چي وهل يې نوي کړي .
23. خداى دي داسي شر پيښ کړي ، چي زموږ خير پکښې وي .
24. خداى دي مو بې خپله کافره نه کړي .
25. خداى دي هغه پخوانى کفن کښ وبخښي .
26. خداى وايي: ته حرکت که ، زه به برکت کم .
27. خداىه ! آسان دي هغو ته ورکړي چي د ناليدو يې ندې .
28. خدايه ! ته مي بزې وهه ، زه به دي روژې وهم .
29. خدايه! ژوند دي د سپي راباندي تير کى ، اجر به د سړي راڅخه اخلې .
30. خدايه !لوى مي کې ، لويي رامه کې .
31. خر چي مکې ته بوزې ، هغه خر دى .
32. خر دي چابک کور دي نژدې دى ، که پاته کيږې خوښه دي خپله .
33. خر کاري هم هنر غواړي
34. خره ته دي خداى ښکر نه ور کوي ، که نه دغويو نسونه به څيري کړي .
35. خره ته يا سکوت دى يا متار .
36. خر يې اوله خپل پر مور زده کوي .
37. خړو مړه که ، خړو بيده که .
38. خزانې په خرابو کي دي
39. خوار تلتک نه وو ليدلى ، چي پيدا يې کى تر څاښته پکښي بيده وو .
40. خوار ته يې ويل څه دي کم دي ؟ هغه ويل اوبۀ او لرګي ، ويل دا مسکين که خداى کړې دا بېغيرته نو چا کړې ؟
41. خوار سړى ابلک يې سپى هغه هم خر وړى .
42. خواره سې مکاري ، هم جنګ کوې هم ژاړې .
43. خواړه د رنګه خوړل کيږي .
44. خوريي د ماما د ميني د ښمن دى .
45. خوښه ستا که ما کوې ، که لالا کوې ، که ما .
46. خو نه که مو وسوه ، ديوالونه يې پاخه سوه .
47. خير خلاص ، غاړه وتلې.
Bookmarks