اول رمضان وي بيا اختر وي
په بېلتانه پې وصال دې را بشينه
ثواب دې بېل ګټه دې بيله
راشه د لارې خوا کښ اوکره ګلونه
قبر غرور په ځواني مه کړه
ځواني د ژمي مازيګر دې تېر به شينه
آخر به خاورې شې بدنه
ډېر په غرور و قبر مه ږده قدمونه
ناروا مه کړه مسلمانه
الله د يوې يوې زرې حساب کوينه
د خياله کوږ په لاره مه ځه
مرګ در پسې دې کاږه زر زر سموينه
يا خو زمونږ نصيب کم دې
يا هلکان له کوره تش راغلي دينه
په قيامت کښۍ به دې غواړم
په دې دنيا دې ظالمان نه راکوينه
طالبه خدائيکو که ملا شوې
پروت په کتاب ئې، يادوې شينکي خالونه
يوه مې دا خبره واوره
د چا په مخکښې مه راته مه نيسه ګلونه
ياره پرېمېږده چې مړ شمه
چې ژوندې يم څوک مې نه کړي تپوسونه
هلکه مرې که پاته کيږې
دا مې عادت دې سترګې تورومه
ما دې پيزوان آخستې نه دې
په پير بابا به درته وکړم سوګندونه
ما درته وائيل چې ښار ته مه ځه
په نرې ملا به دې ښارې مئينې شينه
ستا به دې تشې خولې خنداه وه
زه به دې مخکښې د نوکر په شانتې تلمه
ستا د دواړو سترګو له پاره
زه ټول کاله تا ته په سلام ولاړه يمه
زما بې بې دادا ته وايه
خوشاله نه يم له ناکامه ناسته يمه
سپوږمئ د بيرې سر له راغله
جينکې را نغله شوګيري ورته کومه
زما لالا د ګلاپو ګل دې
په خوشبوئې ئې جونې مستې کوينه
اواز ئې اوورم ليدلې نه شم
ده خاپيرو مې سر و کار دې مړ به شمه
ده ټپو وار را سره کيږده
ما ته بې واره ټپې خوند نه راکوينه
په صبر صبر پوره نه شوه
اوس به جولې په نازولو ګرزومه
يا به ځما نصيب خراب وې
يا به ټولې يارانې دغسې وينه
په صبر صبر پوره نه شوه
صبا مې نيت دې بې صبري ته ملا تړمه
اواز مې شته جورې مې نيشته
لکه کونتره به جورې نارې وهمه
په زنقدن دې ژبه بند شه
ما ته دې ټول عمر دروغ وئيلې دېنه
راځه چې دواړه سره په خولا شو
نور څوک دي چې مونږ به په خؤله کوينه
په سر دې کوم غم اوس ولاړ دې
چې ده ځما غريب يارې ته نه پريږدېنه
ته ده اختر په صبا راشه
ځه به در اوزم تورې سترګې سره لاسونه
ته په توده برستڼړ کښۍ پروت يې
په ما دې جمې پرخه لارې جوړوينه
انار دي اوخوړ خوله دې سره شوه
چا ويل ده واورې په سر اور اولږيدونه
ځما خائست له مرګه تير شه
په دروازه کښۍ راته جوړ شول زيارتونه
ګوته په ګوته کښۍ راؤوزه
لاس په تندې کيږده چې ودې پيژنمه
ځما ده غاښ په امبور اووزې
که ما ده ستا زنه ته زور ورکړې وينه
هلکه لوي شي برخورداره شې
روزې ده پلار شې ځه دې تش ديدنونه کومه
Bookmarks