بارانه ورو ورو پرې وريږه
وړې وړې جينکې غره ته تلي دينه
بيا به دې زلفې قمر بند کړمه
يا به زما د وينو وهې خالونه

شامت زما که دې زما يار دې
په اور دې اوسؤځي دې دواړو قسمتونه

ځه په مينه کښۍ ملنګ شوم
خپله ليلۍ ده ديدن خير نه راکوي نه

راشه چې دواړه وتختو مئينه
په څه خبر به سپين ګيري ګيره سپينوينه

ته ما ته څه وائې ځما هير شول
ما ته هغه خبره بيا وکړه وه مئينه

که خاندلي دې راته نه ولې
ده کورقمن په شان به ولې زيړيدمه

خدائ دې ځما په غيږ کښۍ مړه کړه
چې ته سلګې کړې ځه دي شونډې ښکلومه

خنداه ده بې اجله مرګ دې
په دې بې اجله مرګ مې مه وژنه مئينه

ده ته چا وئيل چې مئين شه
په سپينه ګېره دې په مخ اوښکښۍ راځينه

ده عاشقي مې ورته څه ويله
جينئ درې کانړي په ترخ کښۍ ګرزوينه

مينه ده مينه پيدا کيږي
په مينه مينه دې کتل مئين دې کړمه

ستا اشنائ ده پروړې اور دې
توده دې نه کړم لوغړنه شوم مئينه

که ياري کړم مخ مې توريږي
که ياري نه کړم ارمانجن به ناسته يمه

يو وار دې لاس په لاس کښۍ راکړه
ده لاس نيوې به دې تر ډيره يادومه

وړه جينئي په ياري پوه شوه
لکه لړم په ديوالو خولې لږوينه

ما ده طوطيانو يارې کړي دي
ده جبې ډينګه ما ته مه وهه څنګونه

په تلګ راتلګ مينه زياتيږي
کله راځه کله به درځم وه مئينه

په داسې شمه دې ځان بيلو
لمبه به ته شې رڼا بل له ورکوي نه

عمر چې تير شي اشنا هير شي
ستا دې قسم وي چې ما هير نه کړې مئينه

په تورو ټک ټک شې مړ مه شې
چې په هر دانه دې ګنډمه خوله در