هلکان دې ټول په پانسي کړل
د هنري پېزوان دې بيا په پوزه کړه نه

دومره په حسن غرور مه کړه
حسن د ژمي مازيګر دې تېر به شينه
جانانه راشه حال مې ګوره
پرون تازه ؤم نن له غمه مړاوې يمه

زما و ستا ياري دروغ وه
چې ته په کور ئې زه دې په کور ګزران کومه

د جانان يوه نيمه خبره
په زړه به ليک د تورو خاورو ورته مرمه

جانان مرګ راته آسان دې
چې دې ولاړ وي په بل به واچوم لاسونه

جانانه دې جولې ته ګوره
چې ما ته جوړ نه کړې د خلقو پيغورونه

جانانه راشه حال مې ګوره
پرون تازه اوم نن له غمه مړاوې يمه

خلک اختر کښۍ جامې وينځي
ځما جامو کښې د يار بوئ دې نه ئې وينځمه

جانان که خاص دې ځما بس دې
ځما توبه شي ده پردو ده ديدنونه

که يار ځما ئې رب دې جوړ کړه
که يار ده بل ئې رب دې خاورې کړه مئينه

سپوږمې کړنګ کړه راخيژه
يار مې ده ګلو لؤ کوې ګوتې ريپينه

جينئ ده بام په سر کږه شوه
لکه چې مياشت په غر کږه ولاړه وينه

ده يار کنځل ده ګل ويشتل وي
بد ئې خندل وي چې ئې بل سره کوينه

اول مې يار وې اوس اغيار شوې
په خپله خوار شوې چې دې ما ته خوار کتنه

هلال هلال ټيکه ټيکه شوم
جانان مې هغسې پردې حسابوينه

مبارکۍ دي څه له راته راکړه
ځه زوړ اشنا په نوې کله بدلومه

ځما په خپل لالي باور دې
که ده چاړو په څوکو لار وي را به شينه

مخ په قبله مې ده يار کور دې
لمنځ په بهانې کړو ده يار ديدنونه

جانانه ولې ليونې شوې
په لاره ځې په تيږو ولې زيارتونه

ځما ده زړه نه تپوس اوکړه
پرون مې يار ده بل کره خوړل دعوتونه

ځما به هير نه شي جانانه
که ده جنت په منارو ولاړه يمه

رهبره خه سوچ په دې کښۍ وکړه
جانان مې خيشته دې که رب ځه ليونې کړمه

په زړه به غټه تيږه کيږدمه
جانانه تا نه به ئې ورو ورو صبرومه

جېنئ په خوئ لکه پخه ده
خلکو نه زړونه په هوا غټو کښۍ ورينه

جانانه ته خو داسې نه وې
ده چا خبرې دي ضرور مندلي دينه

ځما په زړه کښۍ ورته څه دي
جينئ لاله لاله کوې هيران ئې کړمه

باده په باد مې سلام واېه
په هغه باد چې ده جانان په لوري زينه

يارې ده زور خبره نه ده
جانان ته وايه چې خوله سمه خوزوينه

ځما جانان ګل ده ريهان دې
ځه ئې هم زرقه ده چمن ساتلې يمه

صبا به لوړ چنار ته خيژم
باد نه به پوښتنه کړم چې جانان څه ويلي دېنه

چې ته مې ياد شې خيال مې نور شي
جمع مې اور شي، اندامونه مې سوزينه