ديدن د ګلو غونچه نه ده
چې د رهبر په لاس ئې يار له وليږمه

که دې زما ديدن پکار وي
د چارشنبه حساب کوه زيارته ته ځمه

يو وار مې ستا ديده چې وکړې
بيا که مې سترګې کارغان خوري خوشاله يمه

ځما آشنا ګل د بادام دې
زما په نام دې نور دې تش ديدن کوينه

ديدن دې ولې قيمتې کړو
ځه دې په کومه ګناه اووينم مئينه

يو وار مۍ ستا ديدن وشۍ
بيا که مۍ سترګۍ کارغان خورۍ خوشحاله يمه

ده مستانه جانان نه ځار شم
چۍ تش ديدن ته يې خيمۍ وهلۍ دينه

ستا په ديدن به مړه نه شم
که تمام وجود مۍ سترګۍ سترګۍ شۍ نه

ديدن ده ګلو غنچه نه ده
چه ده رهبر په لاس يې يار لا وليږمه

که دۍ ځما ديدن پکار وۍ
ده چارسنبه حساب کوه زيارت ته ځمه

ديدن ده بدو پيمانه ده
نه په مړيږم نه تۍ پنډ تړلۍ شمه

هلکه لوئ شۍ برخوردار شۍ
روزۍ ده پلار شۍ ځه دۍ تش ديدن کومه

ديدن مۍ ستا بهانۍ مۍ نورۍ
لکه ګجر چم په چم ناري وهمه

جانان که خاص دۍ ځما بس دۍ
ځما توبه شه ده پردو د ديدنونه

ځه په مينه کښۍ ملنګ شوم
خپله ليلا د ديدن خير نه راکوينه