قسم په خدائ چې باؤر پرې وکړه
که شرم نه وې درپسې به ګرځيدمه

د تورو وار راباندې وکړه
ما ته را نه کړې د بې پتو پيغورونه

خلک دې وهې تهمتونه
ځه ده ليلا په غيږ کښۍ چا ليدلې يمه

تا خو په يو تهمت رنګه زيړ شو
ځه ده تهمت رسئ په غاړه ګرزومه

په لاره ځم ټوله شړنږيږم
ستا ده تهمت زنځير په غاړه ګرزومه